ټولنیزه برخه

د رمضان په هکله شپږ مهمې نقطې

کامران ملک

۱. پلان جوړول:
د هرې برنامې لپاره ترهر څه د مخه بايد يادې برنامې ته يو منظم پلان جوړ کړو. د روژې په هکله په پلان کې بايد کومې چاری چې د مياشت تر اخره ترسره کوو ټولی منظمی ځان سره ياداشت کړو( که وليکل شي نو غوره به وي)

۲. د وخت منظمول:
که د روژې په مبارکه مياشت کې مو خپل وخت منظم نکړ او بی ضايعه مو تير کړ نو د رمضان نه به مو درسته استفاده نه وي پورته کړی، څوک پوهيږي چې تربل رمضان به ژوندی وي.

رمضان د خوب او خوراکونو مياشت نده نو بايد له ډير خوب او شحمياتو او ډير پروټين درلودنکو غذاګانو څخه ځان وساتو ځکه دا غذاګانې قوي وي او زر نه هضميږي چې په نتيجه کې په انسان بيا خوب ډيره غلبه کوي چې بيا انسان عبادات او نوری چاری نشي ترسره کولاۍ.

بل دا چې فرضي عبادات خو بايد پرينږدو، بلکه نفلي او نور عبادات بايد ترسره کړو لکه نفلي لمونځونه، د قرانکريم تلاوت) ځکه په روژي مياشت کې يو فرض لمونځ په اويا لمونځونو حسابيږي او نفل د فرض درجې ته رسيږي، که نور نه وي کم از کم اسانه اذکار لکه سبحان الله، الحمدلله، الله اکبر او سبحان الله بحمده سبحان الله العظيم خو لوستلاي شو، زنانه د کور کار کولو پرمهال هم پورته اذکار لوستلاۍ شي.

او ياد لره چې په کور کې د زناناو سره مرسته هم په عبادت کې حسابيږي.

۳. په دوامداره توګه عبادت کول:
رسول الله ﷺ د يو حديث مفهوم داسې دي چې: الله ته ترټولو غوره عمل هغه دی چې په دوامداره توګه ترسره شي که څه هم کم وي. چون رمضان د تغير مياشت ده نو موږ بايد د ځان د تغير په هکله فکر وکړو او کوم عبادت مو چې پکې شروع کړ نو په دوامداره توګه يې ترسره کړو.

۴. خپل وخت په ښه چاپيريال کې تيرول:
ښه چاپيريال نه مراد مسجد يا نيکو خلکو سره وخت تيرول دي. که په کوم مسجد يا ځای کې د ترجمې يا تفسير دوره يا د قران د ختم برنامه وي هلته بايد لاړ شو، که دا هم نه وي کوشش وکړو زيات نه زيات وخت په مسجد کې تير کړو ترڅو مو توجه عبادت وي، خويندی کولاۍ شي چې کور کې ځان ته د عبادت لپاره يو منظم ځاي جوړ کړي، زنانه که د کور کار کوي دا هم ورته عبادت دی.

۵. غريبانو سره مرسته:
روژه موږ ته د غريبانو او مسکينانانو د حس کولو ترټولو ښه فرصت دی، په روژه کې موږ پدی پوهيږو چې هغه خلک چې د خوراک او څښاک لپاره څه نلري څومره په تکليف کې وي. يو روژه دار ته روژه ماتې ورکول د روژه دار ثواب ترلاسه کول دي پرته ددی چې د هغه له اجر څخه څه کم شي. که خپل ګاونډي يا کوم مسکين ته پوره روژه ماتې نشی ورکولاۍ نو يوه خرمه يا بل يو ګيلاس اوبه چې په اخلاس سره ورکړی هم به کم نه وي. دی سره به الله ﷻ د ثواب ترڅنګ په دسترخوان کې دی هم برکت واچوي.
۶. په ځان باور ولره او د خپلو اهدافو ترلاسه کولو لپاره پرله پسی کوششونه وکه:
اهداف يواځې په ليکلو نه ترلاسه کيږي بايد الله ﷻ نه يي د ترلاسه کولو توفيق ترڅنګ کوشش وکړي چې زيات نه زيات دی اهدافو ته ورسيږی، څومره چې کوشش کوی په همغه اندازه د روژه اصلي هدف ته ځان رسولاۍ شی. هڅه وکه چې پدې مبارکه مياشت کې د خپلو ګناهونو څخه د مفغرت، د الله ﷻ د رحمت ترلاسه کولو او د دوزخ د اور څخه د خلاصون دعاوی وکړی او د روژی مياشتې له رحمتونو او برکتونو څخه مستفيد شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x