نظــر

د ملکي تلفاتو په اړه د يوناما اوایساف غیرمتوازن راپور

ایساف اوملګري ملتونه وايې چې دملکي تلفاتو۹۰سلنه مسول واسلوال طالبان دی څه فکرکوئ داشمیره پدوی صدق کوي که په وسلوالو داقضاوت لوستونکیوته پرېږدو.

يوځل بیا دعربي رسنیودلوري دایساف اوملګروملیتونولخوچمتوراپورچې ډیرتمرکزپه يوې غاړې شوی خپورشوچې سمدستي د طالبانو لخوا رد شو
ددې راپور مهم ټکې څه په دې ډول دي:  ايساف د خپلو ارقامو پر اساس وسله وال طالبان د ٩٠ فيصده ملکي تلفاتو مسوول ګڼي.

 

دغو ځواکونو په خپله اعلاميه کې د عامو خلکو له کورونو پر افغان او ایتلافي پوځيانو بمي او وسله وال بريدونه له نړېوالو قوانينو سرغړونه بللې ده.

د ملګرو ملتونو د سازمان په راپور کې راغلي چې؛ په ۲۰۱۳ میلادي کال کې په افغانستان کې دوه زره نهه سوه نهه پنځوس تنه ملکيان وژل شوي او پنځه زره شپږ سوه او شپږ پنځوس نور ټپیان شوي دي.

تېرميلادي کال د ایتلافي ځواکونو له خوا ملکي مرګ ژوبله٦٠فيصده کمه شوې ده.

بل خوا يو شمیر سياسي شنونکی او بې طرفه لیکوالان اوخپلواک خبریال ديوناما اوایساف دغه راپورغیرمتوازن بولي .

دوی ددې پوښتنې په ځواب چې وسلوال طالبان په مسجدونو او عامه ځایونو کې بریدونه کوي په کلکه غندلې اوددې پېښو اصلي تمویلونکی عربي استخباراتي اداري یاد کړي .

ياد سیاستوال وايي چې څه موده وړاندې دویکلیکس ويب داسې محرم اسناد افشاء کړه چې دموساد او زایمکس استخباراتو په عامه ځایونو او مسجدونو کې دوی په رهبرۍ چاودنې کیدلې تر څو خلک د وسلوالو طالبانو څخه مخ تورې کړي خو هغه د چا خبر الله تعالی خپله دوی عوامو ته ښکاره کړل چې ټول کار همدوي کوی .

دا پداسې حال کې ده چې يوار بیا دوی ادعا وکړه چې وسلوال مخالفین دملکي وګړو په تلفاتو کې لوی لاس لري حال داچې پرون په لغمان ولایت کې د رسنیو د قول يوه معصومه ناوې ددوې دړندې بمبارۍ ښکاره شوه چې په روان میاشت ددوي دغه خپل سري عملیات دسیالګرد او پروان پيښو ته په کتو۲۰خپل سري عملیات کړي چې نږدی دپیښې ټول قربانیان دچارواکو او د سېمې د اوسیدونکې په وینا ټول ملکي وکړي دی نو قضاوت تاسووکړئ چې ۹۰ سلنه مسول امریکا که طالبان دی.

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x