Books-1

تعليمي نصاب د ولس جوړونې قالب

 استاد عبدالهادی( مجاهد )

تعليمي نصاب د هر ولس د ديني، اخلاقي،اجتماعي او وجداني جوړښت لپاره قالب وي. قالب چې څنګه جوړ شوی وي او څه ډول نقش او نګار ورکې کيندل شوی وي هماغه به د هغه ولس په دينې، اخلاقي اجتماعي، ادبي او وجداني جوړښت کې ښکاري. که د تعليمي نصاب مفاهيم او ارزښتونه خپل وي نو د هغه لوستونکي او د هغه پر بنسټ روزل شوی نسل به هم د خپل ولس ارزښتونو او د هغه اجتماعي جوړښت ته متعهد وي. او که د تعليمي نصاب مفاهیم او ارزښتونه پردي وي نو د هغه نصاب لوستونکی نسل به هم پردیو ته وفادار او د هغوئ پر لاره روان وي. د هر ملت د پايښت، ازادۍ، مقاومت او د سرلوړيۍ د خونديتوب اسباب او عوامل د هغه ملت په فرهنګ او معنوي ارزښتونو كې نغښتې وي. او هر ولسچې خپل فرهنګ او معنوي ارزښتونه له لاسه وركړي هغه خپل وجود هم له لاسه ورکوي. هغه ملت بیا نه له نورو ملتونو سره سيالي كولاى شي، او نه هم په نورو كې له منحل کیدلو څخه ځان ژغورلاى شي.
د تعليمي نصابونو منځپانګه عموما له لاندې دوه ډوله مفاهيمو تشکيلېږي:

۱- قواعد يا فارمولونه.

۲- ديني او اجتماعي مفاهيم.

قواعد يا فارمولونه چې هغه لغوي ( ګرامري ادبي) قواعد وي او که (ساينسي او د تجربوي علومو) قواعد يا فارمولونه وي د ټولو انسانانو مشترک دي. دغه قواعد او علوم د ولسونو په دين، عقيدې، اخلاقو، ذوق، وجدان، اجتماعي جوړښت او ملي ارزښتونو پورې اړه نه لري نو ځکه خو هېڅ ستونزه نه پېښوي که يې يو ملت له بل څخه واخلې، بلکې پکار ده چې وګړې او ولسونه يې يو له بل څخه واخلې او دهغو په خپلولو ټول د مادي او ژبنې تکامل پر لار روان شي. او که دا کار ونه کړي نو د انسانانو له مشترکو علومو او تجاربو به يې خپله برخه نه وي اخيستې او په لوی لاس به يې خپل ځان د پرمختګ له کاروانه وروسته پاتې کړی او نورو ته محتاج کړي وي.

خو ديني او اجتماعي مفاهيم بيا هغه څه دي چې د بېلابېلو ولسونو اجتماعي هويت او د هغو دينې او فکري ماهيت ټاکي، او دد ټولنې او افرادو معنوي ارزښتونه تمثيلوي، چې دغه ډول مفاهيم بيا د يوه ملت او ولس له بل ملت او ولس جلا وي، او همدغه هم د الهي حکم مطابق ده او هم د انسان د فطرت د تقاضا موافق.

له بل پلوه ديني او اجتماعي مفاهيم او معنوي ارزښتونه هغه څه دي چې ملتونه دهغو ساتل او پالل خپله وجيبه بولي، په خپلوو تعليمي نصابونو کې يې تدريسوي، او د پوهاوي او ذهن جوړونې د ټولنيزو سيسټمونو او وسائلو له لارې يې خپلو نسلونو ته ورتلقينوي، او همدارنګه له هغو څخه د هر ډول مادي او معنوي دفاع پخاطر قربانيو ته حاضرېږي.

که له يوه لوري تعليم، فکر او فرهنګ د ولسونو د مادي او معنوي بقا د استمرار د ضمانت عوامل دي نو له بل لوري همدغهه تعليم، فکر او فرهنګ چې د پرديو لخوا اشغال شي نو د ولسونو د مادي او معنوي له منځه تللو اسباب هم برابروي. او همد ا علت دی چې کله هم فاتحين کوم ملت او کوم هېواد لاندې کړي نو ډېر ژر يې په تعليمي نصاب کې لاس وهنه کوي او په داسې ډول يې عياروي چې د دوئ د اهدافو تحقق ورڅخه يقيني شي.

د اوسنۍ اسلامي نړۍ د فکري او تعليمي اشغال شاليد:

له تېرې يوې نيمې پېړۍ راهيسې چې د اسلامي نړۍ د هېوادونو تعليمي نصابونه او د ذهن جوړونې په مقصد فرهنګي اوو مطبوعاتي بهيرونه د غربيانو او روسانو تر تأثير لاندې په کار واچول شول نو په نتيجه کې يې د مسلمانو ولسونو د ذهن جوړونې چارې او اجتماعي فرهنګ د تشکيل ادارې او وسائل د داسې سياسي او فرهنګي مسؤولينو لاسته ورولوېدل چې د (سيکولر) غرب او کمونيست شوروي له نظرياتو متأثر شوي وول. دغو سياسي، تعليمي او فرهنګي مسؤولينو په اسلامي نړۍ کې يې هم د (کفري نظريو) خپرېدو ته لاره هواره کړه، چې په نتيجه کې يې د شريعت حاکميت له منځه لاړ، پر اسلامي نړۍ پردي پالي حکومتونه مسلط شول، او داسې غرب پلوي سياسي نظامونه منځته راغلل چې د شريعت د حاکميت د مخنيوي په لاره کې وکارول.

پر اسلامي نړۍ غرب پلوو او کمونستو مسلطو نظامونو نه يوازې دا چې د سياست، فرهنګ او تعليمي نظام او نصاب له لارې پهه ټوله اسلامي نړۍ کې د شريعت د عملي کېدلو مخه ونيوله، بلکې پر مسلمانو ولسونو يې د شوروي د (کمونيزم)، د غرب د (فاشيست ليبراليزم)، د امريکا د (پراګماتيزم) او (صليبيت)، او د معاصرې اروپا د سياسي منافقت (ماکياوليزم) د ټولو جناياتو تمرينونه وکړل. دغو نظامونو د اسلامي نړۍ استقلاليت له منځه يووړ، او مسلمان ولسونه يې په سیاسي، نظامي، اقتصادي، فرهنګي او اجتماعي لحاظ په روسانو، اروپايانو او امريکايانو پورې وتړل.

د تعليم له لارې د ولسونو په اشغالولو کې په هندوستان كې د برتانوي استعمار د تعليمي نصاب د بنسټ ايښودونکي (لارډډ ميكالي) استراتيژي ډېره واضحه وه چې ويل به یې: (مونږ بايد په هندوستان كې داسې يو نسل وروزو چې وينه او جسم یې هندوستانى، خو فكر، فرهنگ او اراده يی انګليسی وي، ترڅو د هندوستان د نيمې وچې د پراخو پرګنو په تسخيرولو كې زمونږ خدمت وكړاى شي ). د لارډ ميکالي دغه استراتېژي يوازې په هندوستان پورې خاصه نه وه بلکې پراخ ډول په ټولو مستعمره شويو اسلامي هېوادونو کې عملي چې خطرناک عواقب يې ولرل، او ويجاړوونکو نتائجو يې د فکر، فرهنګ، سياست، او عسکريت په ډګرونو ټوله اسلامي نړۍ د غرب تابع وګرځوله او ډېر مسلمانان يې په فکري او عملي ډول له حقيقي اسلامه ليرې او دغربيانو پر لاره يې روان کړل.

د عربي نړۍ د تسخير لپاره هم انګريزي استعمار د تعليم له وسيلې څخه کار واخيست. کله چې په ۱۸۸۲۲م کې مصر د انګریزانو په لاس سقوط وکړ، نو د انګلستان د هغه وخت حکومت د مصر له انګریز حاکم (لارډ کرومر) څخه وغوښتل چې په مصر کې د انګریزي تسلط د ټینګولو لپاره یې چې هر څه ته ضرورت وي د برتانیې له مرکزي حکومت څخه دې یې وغواړي.
د دې پر ځای چې (لارډکرومر) د برتانیې له حکومت څخه پوځي وسائل او پوځونه وغواړي هغه ورڅخه د (تعلیم ماهرین)) وغوښتل. د برتانیې حکومت د (لارډ کرومر) د غوښتنې په ځواب کې هغه ته (ډوګلاس ډنلوپ) چې دلاهوت (مسیحي دینیاتو) د شاهي فاکولتې فارغ التحصیل مسیحي عالم وو ورولېږه.

(ډوګلاس ډنلوپ) د مصر لپاره داسې یو د تعلیم نظام او نصاب جوړ کړ چې هم یې د (الأزهر) د تعلیمي او معنوي تأثیر مخهه ورباندې ونیوله، او هم یې د وخت په تېریدلو په مصر کې د داسې یونسل روزنه او پالنه وکړه چې د مصر راتلونکی یې له اسلامه بیګانه او د انګریز په رنګ کې رنګ کړ. او کله چې د مصر تعلیمي نصاب سیکولر (بې دینه) شو نو په هغه پسې تقریباً د ټولې عربۍ نړۍ تعلیمي نصابونه (سیکولر) شول، او حکومتونه یې هم د غرب پر لاره روان شول، چې تر ننه لاهم روان دي.

د همدغې استراتيژۍ پر اساس په نولسمې او شلمې ميلادي پیړۍ كې استعماري دولتونو لكه برتانیې، فرانسې ، روسیی،، پرتګال، هسپانیی او ايټالیی د اسلامي نړۍ په خپلو مستعمراتو كې داسې نسلونه وروزل چې د مستقيم استعمار تر ختمیدو وروسته هم د سلګونو كلونو لپاره په خپلو هېوادونو كې د استعماري سياستونو د تطبیق او دوام ضمانت وركوي، او همدغه د استعمار په نصاب روزل شوى نسل د اسلامی شريعت او اسلامي ارزښتونو په له منځه وړلو كې تر استعماري ځواكونو زيات فعال او سخت زړي دي.

د دغی استعماري تعليمی استراتيژۍ نتيجه دا راووتله چې هر څومره چې په اسلامي هېوادونو كې مكتبونه، پوهنتونونه اوو نورې تعليمی ادارې ډېرېږي په هماغه اندازه خلك له اسلام څخه لرې كېږي او ټولنی د اخلاقی لویدنی په لور سوق كېږي، او حاكمان يی چې د همدغو استعماري نصابونو حاصل دي غلامی ته پر ازادۍ ترجيح وركوي، او ټول هغه خلك چې د ازادۍ پر لرلو تأكيد كوي او كار ورته كوي په ارتجاع، بنسټ پالنې او له تمدن څخه په ليرې والي تورن كېږي، چې سزا يې پرته له زندان، تبعيد او قتل بل څه نه وي.

د شلمې پیړۍ له پيل راهيسی چې امريكا پر اسلامي نړۍ او په عمومي ډول پر شرق د تسلط كومی هڅی پيل كړې دي په هغو كې يی په مسلمانانو كې د سيكولر( لادين) تعليم د مسلط كولو خطرناكی هڅی هم پيل كړې دي چې پدې کار کې تر اروپايی استعماري هېوادونو هم ډېر مخته تللی ده.

امريكايانو د اسلامي نړۍ د تعليم او تربيې تقريبا ټول وزارتونه دېته اړويستلی دي چې خپل نصابونه، لوائح، قوانين او تعليمیی ماحول پر سيكولر (په دين نه ولاړ) بنسټونو ودروي، ځكه هغوئ پوهېږي چې همدا دين دى چې خلك د غرب د ملحدو نظرياتو او د استعمار د امپريالستی پراخ غوښتنی په خلاف دروي او د مقاومت توان وربښي.

امريکا د افغانستان له اشغالولو وروسته دلته هم همدغه چاره تر سره کړه، او د خپل اشغال په وخت کې يې درې ځلې دد افغانستان تعليمي نصاب تبديل کړ، او په هر ځل تبديلۍ کې يې په تدريج سره هغه مضامين ورڅخه و ويستل چې زده کوونکو ته يې د حقيقي اسلام، جهاد، دفاع، آزادۍ او له کفارو څخه د کرکې کولو مفاهيم ورتلقينول. او د دې مفاهيمو پر ځاي يې په سيستماتيک ډول داسې مفاهيم ورکې راوستل چې نوی نسل د جهاد او دفاع له روحيې څخه محروموي، او په لاشعوري ډول يې له غرب سره په هر څه کې پيوند اخيستلو ته هڅوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د