فلسطیني بندیانو ۴۰ ورځني اعتصاب ته خاتمه ورکړه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۶ غبرګولی، ۱۳۹۶): د اسرائیل په زندانونو کې د فلسطیني بندیانو له لوري د تیرو څلویښتو ورځو راهیسي د نه خوړلو اعتصاب پیل شوی وو، چې بالاخیره نن د اسرائیلي اړخ څخه د هغوی مطالب ومنل شول او بندیان له خپل اعتصاب څخه لاس پر سر شول.

د بندیانو د چارو کمېټې مسؤول «عیسی قراقع» رسنیو ته نن د شنبې په ورځ وویل چې فلسطیني بندیانو خپل وروسته تر هغه خپل اعتصاب پای ته ورساوه چې د اسرائیلي اړخ له لوري ورسره د هغوی غوښتنې ومنل شوې.

نوموړي وویل چې د اسرائیلي اړخ سره بندیانو شل ساعته پرله پسې مذاکرات وکړل چې مشري يې «مروان برغوثي» کوله او په پایله کې يې دغه پرېکړه وشوه.

تر اوسه معلومه نه ده چې دواړه اړخونه پر څه باندي سره جوړ شوي خو ددې تر مخه د بندیانو غوښتني د انفرادي زندان نه عملي کول، د بندیانو سره بد چلند ته خاتمه، د تعلیم او صحت په برخه کې ځیني غوښتنې وې.
د بندیانو د چارو مسؤول ویلي چې د نوي تفاهم په اړه به وروسته بشپړ معلومات خپاره شي.

باید وویل شي چې د اسرائیل په زندانونو کې فلسطیني بندیانو د تېري میلادي میاشتي له ۱۷مې نیټې څخه د خوراک اعتصاب پیل کړی وو چې نن د مئ میاشتې پر ۲۷مه نېټه پای ته ورسید. په دغه اعتصاب کې په سلګونو بندیانو ګډون کړی وو او د بندیانو کورنیو او فلسطینانو ورسره له بیرونه مظاهرې، رسنیز او سیاسي فعالیت پیل کړی وو.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د