نړۍ

د امریکا په راتلونکې کلنۍ بودیجه کې پاکستان ته ۸۰۰ ملیونه ورکول کیږي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۶ غبرګولی، ۱۳۹۶): د ټرمپ له لوري د امریکا په کلنۍ بودیجه کې د پاکستان لپاره ۸۰۰ ملیونه ډالر وړاندیز شوي دي.

د امریکايي رسنیو د راپورونو سره سم امریکا د کال ۲۰۰۲ وروسته تر ټولو زیاته مالي مرسته د پاکستان سره کړې ده او په دغه موده کي يې ۱۴ ملیارده ډالره ورته سپارلي دي، خو له تیرو دوه کلونو راهیسي د مرستو په ورکولو کې د کانګریس له لوري یو لړ شرطونه پر پاکستان ایښودل شوي.

څو ورځي وړاندي د امریکا نوې ادارې د کال ۲۰۱۸ لپاره بودیجه وړاندیز کړې.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند «اډم سټمپ» رسنیو ته ویلي چې دغه مرسته د پاکستان د امنیت لپاره نه ده، بلکې د پاکستان له لوري د امریکايي ځواکونو سره د لوجستیک په برخه کې مرسته، پوځي او نورو عملیاتو کې د همکارۍ په موخه ورکول کیږي.

نوموړي د پاکستان د همکاریو څخه مننه کړې او ویلي چې په افغانستان کې د جګړې په اړه د امریکا مهم ایتلافي هیواد دی، د افغانستان د ازادۍ په جګړه کې مهم رول لوبولی او ډیري قربانۍ يې ورکړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x