weding

د واده عجیبه لومړۍ شپه

 هغوی دواړه د واده په لومړۍ شپه خپل کورته ننوتل، ناوې په دسترخوان د خوړو لوښي کتار کړل، دواړو لا په خوراک پیل نه و کړی چې دروازه وټکیدله ! میړه وویل: عجیبه ده ! په دې شپه مو هم نه پریږدې، ناوې  دروازې ته ورغله او بیرته راغله میړه ته یې وویل: سوالګر ده څه غواړي، میړه یې له قهر اوغوسې شین او سور واوښتی، له ځانه سره غوړمبیدی او دسوالګر لورته روان شو، دروازه یې چې ورخلاصه کړه سوالګر ته یې له څو سبکو سپورو خبرو وروسته یو دووه څپیړې هم ورکړي او سوالګر یې نا امیده وشاړه او وتراټه، سختزړی میړه چې بیرته راستون شو حالت یې بیخونده شواو ان دماغي توازن یې لا وګړبیده، خواره ناوکۍ حیرانه دریانه وازه خوله پاته شوه، میړه یې په دې بد حالت کې له کوره ووت او تری تم شو. 

ناوې شاوخوا پنځلس کاله ناسته وه یوه ورځ یوچا له هغې سره دنکاح غوښتنه وکړه هغې ومنله او هغه ته واده شوه،  د واده په لومړۍ شپه له میړه سره خپل کورته ننوتله، عجیبه خبره داوه چې دا اومیړه یې تیار خوراک ته ناست وو لایې پیل نه و کړی چې دروازه وټکیدله، ناوې دروازې ته ورغله بیرته راغله میړه ته یې وویل : کوم سوالګر ده ډوډۍ غواړي، میړه یې ورته وویل: دازموږ مخته ډوډۍ ټوله هغه ته ورکړه او ناوې هغه ټوله ډوډۍ ور وړه .

ناوې چې بیرته را غله په سلګیو او ژړا د میړه خواته کښېناستله، میړه یې ورته وویل: خیر ولې ژاړې؟ دې نه غوښتل میړه ته سم ځواب ورکړي، اخر میړه مجبوره کړه چې خامخا به دژړا لامل راته وایې، هغې په ژړا او سلګیو دخپل تیر نامراده واده کیسه ورته پیل کړه د کیسې  په پای کې یې ورته وویل: ته پوهیږې دا سوالګر چې ما اوس ډوډۍ ورکړه دابه څوک و؟ میړه یې ورته وویل: نه زه نه پوهیږم، ناوې ورته وویل: دا سوالکر زما هغه پخوانی میړه و… ! . د ناوې دواده په ویرژلې کیسه یې میړه هم اوښکو ته اجازه ورکړې وه او په مخ یې رابهیدلې، دهغه خوراکي په حالت دواړو ښه ډیر وژړل او وروسته یې میړه ورته وویل: ته پوهیږې چې کوم سوالګر ستا هغه میړه وهلی و هغه څوک و؟ ناوې ورته وویل: نه هغه نو زه څه پیژنم ، میړه یې ورته وویل: هغه زه وم …!!

پایله: باور وکړئ په خوارانو او مسکیناو د الله جل جلاله ډیره زیاته خوابدیږې، په سورة الضحي کې د سوالګر په اړه راغلي: واما السائل فلاتنهر. یعني سوالګر مه ترټئ، داراز دسیرت په کتابونو کې راغلي چې رسول الله صلي الله علیه وسلم ته دقریشو کبرجنو مشرانو وویل: ستاسره که په مجلس کې غلامان او مسکینان ناست وي موږ نشو درسره کښیناستلی ځکه له هغوی سره زموږ ناسته زموږ سپکاوی ده . رسول الله په دې نیت چې که دا مشران یې له خبرو متاثرشي او اسلام ومني خپلو غریبو ملګرو ته وویل: چې کله دمشریکنو مشران راځي تاسو دڅه وخت له پاره له مجلس نه ولاړیږې، د رسول الله صلي الله علیه وسلم دا کړنه دالله خوښه نشوه او دا ایت نازل شو: ولاتطرد اللذین یدعون ربهم بالغداة والعشي یریدون وجهه…. هغه خلک له مجلسه مه شړه چې سهار او ماښام الله یادوي او دهغه رضا یې مطلب وي. په دې ایت کې الله رسول الله ته ډیرې سختې خبرې کړې دي او داځکه چې الله له خوارانو سره ډیره زیاته مینه لري. 

حامدافغان

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د