افغانستان

طالبان وايي د خوست په چاودنه کې ۲۲ ضربتي عسکر وژل شوي دي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۶ غبرګولی، ۱۳۹۶): نن سهار شاوخوا اته نیمې بجې د خوست ولایت په مرکز کې پر یوې امنیتې قطعې چاودنه وشوه چې له امله یې درنه مرګ ژوبله را منځته شوه.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د پيښې د مسؤولیت تر منلو وروسته ویلي چې په دغه چاودنه کې ۲۲ تنه ضربتي عسکر ووژل شول او یو شمېر نور ټپيان شول. او زیاته کړې چې چاودنه د خوست مرکز اړوند عسکري کلوپ ته نیژدې د ضربتې قطعې پر یوه کاروان تر سره شوه چې له امله یې یاده مرګ ژوبله را منځته شوه.

ذبیح الله مجاهد ویلي چې چاودنه د یوه سرتیري په مټ په سراچه ډوله موټر را منځته شوه او هغه موټریز کاروان په نښه شو چې په کښي ضربتي ځواکونه سپاره وه.

نوموړي ویلي چې ددغه برید لپاره له میاشتو راهیسي څار او ترتیبات نیول شوي وه، تر څو هغه ځواکونه په دقیقه توګه په نښه شي چې د امریکا د استخباراتي ادارې «سي آی ای» له لوري په خوست ولایت کې روزل شوي او په دنده ګمارل شوي دي.

مجاهد په دغه پېښه کې د ملکي تلفاتو ادعاوي رد کړې او زیاته یې کړه چې په یاده سیمه کې ملکي وګړو ته اجازه نه ورکول کیږي.

باید وویل شي چې د پيښې وروسته د روغتیا ریاست چارواکو د ۱۴ تنو وژل کېدو او ۸ کسانو نور ټپي کېدو خبر ورکړی وو خو د هغوی د هویت په اړه یې څرګنده معلومات نه وه ورکړي. د روغتیا ریاست ویلي وه چې کیدای شي د مرګ ژوبلې شمېره تر دې زیاته شي.

د ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې دغه پېښه په کلکو ټکو غندل شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x