افغانستان

لغمان: دولتي عسکرو ولسي کور غصب کړی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۶ غبرګولی، ۱۳۹۶): د لغمان ولایت اړوند د عمرزايي په سلطان کلي کې دولتي عسکرو د یو ولسي وګړي کور غصب کړی او پوسته یې په کې جوړه کړې.

د سیمې اوسیدونکي وايي چې د روانې میلادي میاشت په ۱۷مه د کور څښتن (مجیب الله) له خپل فامیل سره یوځای د یو مړي دعا ته تللی و، چې د ملي اردو عسکر او اربکیان یې په کور وراوښتي، قیمتي توکي او نغدې پیسې یې چور کړي او په کور کې یې اړولي دي.

د خلکو په وینا، تر دې وړاندې هم دولتي عسکرو هڅه کړې وه چې د کور څښتن په زور له کوره وباسي او کور یې غصب کړي، خو ولسي خلکو یې د دې اقدام په وړاندې مخالفت کړی و.

که څه هم مجیب الله پخوانی حزبي قومندان تېر شوی خو دولتي عسکر یې له طالبانو سره په همکارۍ تورنوي.

خو د سیمې اوسیدونکي یې دغه تورونه بې ځایه بولي او وايي که دولت په نوموړي له طالبانو سره د همکارۍ تور ثابت کړی وي، نو په داسې ډول جزا چې له کوره ښځې او ماشومان وایستل شي، قیمتي توکي او نغدې پیسې يې غلا شي او په کور کې یې نظامي پوسته جوړه شي، د دولتي عسکرو افغاني او اخلاقي تشخص تر پوښتنې لاندې راولي.

تر دې وړاندې هم د هیواد په ګڼو ولایتونو کې دولتي عسکرو او اربکیانو په ښوونځيو، مسجدونو او د ملکي خلکو په ځمکو او کورونو کې پوستې او قرارګاوې جوړې کړي، چې سیمې ته د طالبانو له ورتګ وروسته بیرته د اصلي مالکانو په واک کې ورکړل شوي دي.

د روانې میلادي میاشت په ۶مه د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد خبر ورکړی و چې د کندز ولایت د قلعه زال ولسوالۍ تر نیولو وروسته یې په ملکي ځمکو رغول شوي ټول امنیتي تاسیسات نړولي او عامو ولسي خلکو ته یې هغه ځمکې او ساحې بیرته ورسپارلي چې دولتي ځواکونو په کې پوستې او قرارګاوې جوړې کړې.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close