افغانستان

نيمروز: د سرک د غاړې ماين د ملي اردو اووه عسکر وژلي

راپورونه وايي د نيمروز ولايت دلارام ولسوالۍ لخشکان سيمه کې د ملي اردو يو رينجر د سرک د غاړې په ماين اولوځول شوی او اووه عسکر پکې وژل شوي دي. ويل کيږي چې د ملي اردو عسکر په لخشکان سيمه کې په ګزمه بوخت وو چې رينجر موټر يې په ماين وخوت او اووه عسکر پکې و وژل شول. د يادونې وړ ده چې، نيمروز ولايت د هيواد په هغو ولايتونو کې شمېرل کيږي چې ډېر شمېر سيمې يې له طالبانو سره دي. د ولايت له مرکز او ولسواليو پرته په ډېرو سيمو کې د طالبانو واک چليږي او حکومتي چاواکي نشي کولای چې هلته ولاړشي. له همدې امله خلک خپلې دعوې او قضيې هم د طالبانو په قاضيانو حل کوي او عموما خلک له دغو فيصلو خوښ وي. د بي بي سي يو خبريال بلال سروري په خپل راپور کې ويلي چې، خلک ځکه د طالبانو له قضايي نظامه خوښ دي؛ ځکه چې هغه شخړې او لانجې چې حکومتي قاضيان يې په کلونو کلونو نشي حل کولی؛ د طالبانو قاضيان يې په ډېره لنډه موده کې حل و فصل کوي.

 

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x