افغانستان

چارواکي: په ننګرهار کې د داعش پر ضد عملیاتو کې ۵۹ وژل شوي او ۳۹ ټپيان دي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۶ غبرګولی، ۱۳۹۶): په ننګرهار ولایت کې ولایتي چارواکي وايي چې په چپرهار ولسوالي کې د امنیتي ځواکونو له لوري په پيل شویو عملیاتو کې ۵۹ تنه داعش وسلوال وژل شوي او ۳۹ تنه نور ټپیان شوي دي.

د امنیتي چارواکو په وینا د روانې میلادي میاشتې پر ۱۶مې نیټې په چپرهار ولسوالي کې د داعش پر مرکزونو د سیلاب ۵ په نامه عملیات پيل شوي وه چې په ترڅ کې یې د ولسوالۍ ټول کلي او سیمي د داعش له واکه ووتلې.

باید وویل شي چې څه موده مخکې طالبانو هم په ننګرهار ولایت کې دداعش پر ضد جګړه پيل کړې وه او هغوی یې له ځینو سیمو څخه شړلي وه خو وروسته بهرنیو او دولتي ځواکونو پر هغو سیمو بمبارۍ پیل کړي وي کومې چې طالبانو له داعش څخه نیولي وې.

طالبانو هغه وخت ادعا کړې وه چې ګډځواکونه پر دوی ددې لپاره بمبار کوي تر څو ازادي شوي سیمې بیرته د داعش په لاس ورکړي.

د یادونې وړ ده چې دداعش سره د جګړو په ساحو کې ازادو خبریالانو ته د ورتګ اجازه نه ورکول کیږي چې له امله یې له سیمې څخه دقیق خبرونه ورکول ستونزمن دي او دولتي سرچیني هره ورځ د لسګونو داعشي وسلوالو او نورو مخالفینو د وژلو خبرونه ورکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x