نړۍ

د چمن لاره پرانیستل شوه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۶ غبرګولی، ۱۳۹۶): د افغانستان او پاکستان تر منځ د چمن لاره چې له تېرو ۳ اونیو راهیسي تړل شوې وه، یو ځل بیا د مسافرو پر مخ خلاصه شوه.

د پاکستان د پوځ رسنیز دفتر (ISPR) رسنیو ته په لیږلي خبرپاڼه کې ویلي چې د روژې میاشتي د را رسیدو، د خلکو ستونزو ته په کتو او افغان چارواکو د غوښتنې پر اساس دغه لاره پرانیستل شوه.

نن د شنبې په ورځ له سهار راهیسي د چمن پر لاره د تجارتي موټر او خلکو تګ را تګ پیل شوی.

دغه لاره وروسته تر هغه وتړل شوه چې ددواړو هیوادونو د سرحدي ځواکونو تر منځ د ډیورنډ پر کرښې د ځینو کلیو پر سر شخړه را منځته شوه.

افغان ځواکونو د پاکستان هغه عسکر په نښه کړي وه چې د نفوس شمېرنې د ټیمونو سره مل وه او غوښتل یې د لقمان او جهانګیر په نامه کلیو کې سرشمېرنه وکړي. د جګړې په ترڅ کې دواړو لوریو ته مرګ ژوبله هم اوښتې وه، چې وروسته د دواړو لوریو تر منځ پر اوربند اتفاق وشو.

د پاکستاني پوځ رسنیز دفتر ویلي چې په جنجالي سیمه کې سرشمېرنه تر سره شوه او دغه سیمه اوس هم ددوی په کنټرول کې ده او هلته د سیمې د حفاظت په خاطر ځواکونه ګمارل شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x