افغانستان

ننګرهار: دداعش او ملکیانو تر منځ جګړه کې ۲۱ کسان وژل شوي دي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۶ غبرګولی، ۱۳۹۶): د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د داعش او ملکي وګړو تر منځ په جګړه کې ۱۵ داعشیان او د یوې ښځې په ګډون ۶ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي رسنیو ته ویلي چې جګړه تېره ورځ د اچین ولسوالۍ په وچ کوټ سیمه کې را منځته شوه.

نوموړي ویلي چې د جګړې وروسته د یو شمېر داعش وسلوالو جسدونه د جګړې په ډګر کې پاته شوي دي.

دشننونکو په نظر په ننګرهار ولایت کې د داعش وسلوالو سخت دریځي او بې ځایه وژنې ددې سبب شوي چې ملکیان د دوی پر ضد وسلې اوچتي کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x