افغانستان

ازادي راډیو: د شاولیکوټ په برید کې ۵۹ سرتیري وژل سوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۶ غبرګولی، ۱۳۹۶): په کندهار ولایت کې د طالبانو وروستیو شپنیو تهاجمونو امنیتي چارواکي اندیښمن کړي، دوی وایي چې د طالبانو رواني حملې د پخوا په پرتله لویې او په منظمه توګه پلان سوي دي.

د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق د سلګونو کسانو په یوه غونډه کې ګډونوالو ته وویل چې د کندهار امنیت په حکومت کې دننه ځیني کړی خرابوي، دوی غواړي کندهار ناامنه کړي ترڅو خپل شخصي اهداف ترلاسه کړي.

ځیني خلک د کندهار د امنیتي چارواکو پر مرکزي حکومت تور پوري کول ناسم ګڼي، دوی په دې اند دي چې جنرال عبدالرازق او ملګري یې د کندهار د امنیت په ښه کولو کې پاته راغلي، دوی د طالبانو په مخ کې جګړه بایللي ځکه د ځان خلاصولو لپاره بهانې لټوي.

طالبانو د تېري پنجشبې په شپه د شاولیکوټ ولسوالۍ په زنګیتان سیمه کې د ملي اردو پر ګارنیزیون برید وکړ، برید چې د شپې د لسو بجو څخه پيل سوی و تر سهاره یې دوام وکړ او پر مهال یې لسګونه د ملي اردو سرتیرو ته مرګ-ژوبله واړوله.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري رسنیو ته د شاولیکوټ د برید په اړه وویل چې په دې برید کې د ملي اردو ۱۵ سرتیري وژل سوي دي.

د طالبانو د سرې او لیزر قطعې په دغه برید کې د ملي اردو د تلفاتو په اړه بېلابیل راپورونه ورکړل سوه، نن ازادي راډیو د یوه راپور په خپرولو سره وویل چې د شاولیکوټ ولسوالۍ په برید کې ۵۹ د ملي اردو سرتیري وژل سوي دي.

ازادي راډیو د باوري امنیتي سرچینې په حواله ویلي دي چې دغه ټول سرتیري د طالبانو له خوا د شپې مهال ویشتل سوي او وژل سوي دي، تر جګړې وروسته طالبانو د ګارنیزیون ټول پوځي وسایط او وسلې د ځانه سره وړي دي.

د یادوني وړده چې طالبانو د زنګتیان تر برید وړاندي (دوشنبه ۱ غبرګولی) د شپې مهال د شاولیکوټ او ارغنداب ولسوالیو ترمنځ په سوزنیانو سیمه کې هم په یوه بل برید کې ۳۲ تنه د ملي اردو سرتیري ووژل او د هغوی پوځي وسایط یې وسوځول.

د سوزنیانو تر برید وروسته د میوند ولسوالۍ په جوګرم سیمه کې طالبانو د ملي اردو پر کنډک برید وکړ چې له امله یې تر شلو زیاتو سرتیرو ته مرګ – ژوبله واوښته او کنډک د طالبانو لاس ته ولویدی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x