anp-kalashikove

خدای، هیواد، وظیفه

دا هغه شعار دی چې د افغانستان هر وګړی یې پيژني او پرې پوهیږی چې د چا شعار دی او د څه لپاره دی؟! دا شعار چې مونږ او تاسې یې هر وخت لولو او د ملی اردو په یونیفارم، رینجرو او پوستو باندې لیکل شوی دی او په ځینو ځایونو کې خو دا هم ورسره لیکل شوی وي پولیس د ټولنې خدمتګار؟؟؟!، هغه کسان چې د هیواد څخه د باندې او یا هم په ښارونو کې اوسیږي ملي اردو او پولیسو ته ډیر زیات احترام لري او که څوک یی سپکه ووایې یقینا چې په خپل ځان به دومره خفه نه شی لکه څومره چې په ملی اردو او پولیسو باندې خفه کیږی او اکثره وخت خو د مقابل حریف سره بحث دومره ګرم کړي چې بحث په لویه لانجه واوړي،

ځکه چې نوموړي کسان چې په ملی اردو او پولیسو باندې خپل ځان قربانوي له حقیقت څخه ناخبره دي بلکې صرف د ملي اردو په شعار باندې غولیدلي دي، دوی داسې فکر کوي چې ملي اردو په صداقت سره خپل شعار ته ژمن دي او عملي بڼه یې ورکړې ده نو ځکه یې د ښاریانو او هغو کسانو چې اوس مهال په حکومت کې برحاله وظیفې لري په زړونو کې مینه پریوتې ده، که چیرې نوموړي کسان په حقیقت باندې پوه شي نو تر هر چا مخکې به یې مخالفت وکړي او د ملي اردو د له منځه وړولو پلانونه به طرحه کړي خو متأسفانه چې دوی هیڅکله پدې اړه خپله پریکړه نه کوي هر څه چې میډیا ورته وایي همغه یې په مغزو کې ور پیچکاري شوي دي په خپله خو د دې وړتیا نه لري چې د خپل عقل په واسطه ځانته حقیقت درک کړي او بیا یی ملاتړی شی او ځان پدې پوه کړي چې رښتیا هم ملی اردو خپل شعار ته ژمن دی او کنه؟!

لکه څنګه چې ټولو ته معلومه ده چې د اوسنی ګوډاګي رژیم کارکوونکي له وزیرانو څخه رانیولې تر یو عادی پولیس پورې په اخلاقی فساد ککړ دي او هر وخت یې داسې ناوړه کړنې ترسره کړې دي چې په نړیواله کچه یې لومړی مقام ترلاسه کړی دی او هیڅکله د بښلو وړ نه دي او د ولس زړونه یې دردولي دي، غواړم چې د بیلګې په توګه اشاره ورته وکړم او دا چې موشت نمونه د خروار ده نو یو څو پيښو ته به اشاره وکړم، د ملی اردو او اربکیانو اخلاقی فساد ورځ تر بلې مخ په زیاتیدو دی او خپل اوج ته رسیدلی دی او دا به مبالغه نه وی که څوک ووایې چې له شمیر څخه یې ژبه او قلم ناتوانه دي، څو ځله داسې پيښه شوې ده چې د ملي اردو، اربکیانو لخوا په ډله ئیزه توګه د بې ګناه ملکي وګړو په وهلو ټکولو سربیره د هغوی په خویندو او میندو باندې جنسي تیری شوی دی او د بې ګناه وګړو وژل خو داسې نه ورته ښکاري لکه یو چرګ چې وژني، چې تر ټولو تازه بیلګه یې د زابل ولایت د شاجوی ولسوالی په کلاخیلو سیمه کې د ملی اردو د یو پولیس لخوا د یو بې ګناه ملکی وګړی اتلسه کلنه پیغله لور تښتول دي پداسې حال کې چې نوموړی کس حکومتی چارواکي هم پدې اړه خبر کړي دي خو متأسفانه چې تراوسه پورې حکومتی رسنیو پدې اړه هیڅ نه دي ویلی او نه یی کوم غبرګون ښودلی دی، د نوموړې پيغلې پلار زیاته کړې ده چې ټول حکومتي ارګانونه مې پدې اړه خبر کړي دي خو زما مظلوم اواز څوک نه اوري او نه زما غم خوری نو زه مجبور یم چې له طالبانو ځنې مرسته وغواړم، که چیرته په دغه پيښه کې د پولیس په ځای کوم بل کس ښکیل وای نو اوس به مو لیدلی وای چې دغه تور به یی خامخا په طالب پورې کاوه او یا به یې ویل چې نوموړې پیغله په خپله خوښه د واده په موخه ورسره تښتیدلې ده او د نوموړې پیغلې مور او پلار به یی ملامت بلل ځکه چې ولې خپله لور د خپلې خوښې واده کولو ته نه پریښودل کیږی چې دا د بشر دوستانو په اصطلاح د ښځو حقوق تر پښو لاندې کول دي!!!

د ملی اردو د اخلاقی فساد پيښې خو ډیرې زیاتې دي چې یو له هغوی څخه له کم عمره هلکانو څخه جنسی استفاده کول دي پدې خو ټول پوهیږي چې دا ډیر شنیع عمل دی او پدې اړه سخت وعید راغلی دی خو متأسفانه چې څه وخت مخکې د ملی اردو یو قومندان په ډیره سپین سترګئ سره دا خبره تائید کړه چې په هلمند ولایت کې ملی اردو په خپلو پوستو کې کم عمره هلکان د دې لپاره ساتي تر څو چې خپله جنسی غریزه ورباندې سړه کړي او زیاته یې کړه چې دغه کار په زور نه بلکې د دواړو جانبینو په رضا سره ترسره کیږي، نو اوس که چیرې څوک عقل نه بلکې شعور هم ولري نو پدې به پوه شی چې ملی اردو د خپل شعار مخالف کارونه ترسره کوي او د دوی له بد اخلاقۍ او ربړونو څخه ولس سپيږمو ته رسیدلی دی نو بیا څنګه یو څوک کولی شی چې ملی ډاکوانو او چور کوونکو ته ملی پولیس او یا هم د ټولنې خدمتګار ووایي؟! آیا د ټولنې خدمت یقینا داسې وي لکه دوی چې بډې ورته وهلې دي او هر وخت عام وګړي ورنه تنګ وي او د دوی په کړنو باندې په نړیواله کچه هغه بااحساسه په دین او وطن مین هیوادوال چې له هیواد څخه بهر اوسیږي پورته نه شی کتلی او په کړنو باندې یې خجالت کیږي، نو آیا په رښتیا هم چې ملی اردو ته ملی اردو ویل لازم دي او د دوی په خاطر له چا سره د لانجې کولو ارزښت لري او کنه؟!

احمد الله سیلاب

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د