نړۍ

امریکا د اسټرالیا څخه د اضافي عسکرو غوښتنه کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۶ غبرګولی، ۱۳۹۶): د اسټرالیا دفاع وزیر تایید کړه چې د امریکا دفاع وزارت ورڅخه د افغانستان لپاره د اضافي عسکرو غوښتنه کړې ده.

نوموړي وویل چې د پنټاګان رسمي چارواکو په افغانستان کې د تروریزم پر ضد د جګړې لپاره د اضافي عسکرو غوښتنه کړې ده.

اوس مهال په افغانستان کې ۲۷۹ اسټرالیايي عسکر پاته دي، چې دا د اسټرالیايي ځواکونو لپاره په تاریخ کې تر ټولو اوږد ماموریت بلل کیږي.

د اسټرالیا د پوځ یوه پخواني میجر «جیم مولان» ددغه هیواد رسنیو ته ویلي چې د اضافي ځواکونو لېږل به ډېر ګټور وي.

او زیاته یې کړه: «افغان عسکر مشورې او روزنې ته اړتیا لري، زمونږ ځواکونه باید د هغوی سره د جګړو په ساحه کې د مشورې ماموریت تر سره کړي».

اسټرالیايي چارواکي وايي چې تمه کیږي د امریکا ددفاع وزارت پر غوښتنه ډېر ژر پرېکړه وشي.

باید وویل شي چې تر اوسه د امریکا حکومت افغانستان ته د اضافي عسکرو په اړه وروستی پرېکړه نه ده کړې او په اړه یې د دفاع وزارت او سپینې ماڼۍ د جګپوړو چارواکو تر منځ شدید اختلاف موجود دی.

بلخوا د ناټو په وروستی غونډه کې ددغه سازمان مشر وویل چې د اضافي ځواکونو پرېکړه به په راتلونکې یوه میاشت کې وشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

دا هسی د مظلوم بشریت او زمونږ د هیوادوالو او د امریکا د مظلوم بشریت عامه ذهنیت سره لوبی کول دی .
استرالیا غلام صدراعظم یوه اوني دمخه د خپلو عسکرو د لیږلو ژمنه اعلان کړی ، نو بیا د امریکا د دوباره هیلو څه اړه ده ، داسی معلومیږی چه استرالیا یوه اوني د مخه د امریکا یا ناتو به دستور د عسکرو د استولو په اړه ښکرور دورغ ویلی وو او یا ترمپ اوس ښکرور دروغ وایی ، په دی لیږلو رالیږلو کی اصلا خپلی پښی سپکوی چه د طالبانو د درنو څپیړو سره مخامخ نه شی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x