نظــر

د طالبانو عملیات او د جنرال رازق اندیښنې

فواد پوپل

وړمه ورځ د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق له سرتیرو څخه د ملاتړ تر عنوان لاندې مراسمو ته په وینا کې د طالبانو د سږنیو عملیاتو او پرمختګونو په اړه ژوره خواشیني او اندیښنه څرګنده کړه او ددې بریدونو په مخنیوي کې یې حکومت په ناغیړۍ او کمکارۍ متهم کړ.

جنرال رازق وویل د طالبانو عملیات د افغانستان په جنوب کې له پلان سره سم ګام پر ګام مخته ځي او په حکومت باندې د هرې ورځې په تیریدو کړۍ ورتنګوي. ده وویل دا د یوه ستر پلان برخه ده، طالبان خپل جنګي پلانونه عملي کوي، هره ورځ پرمختګونه کوي خو مرکزي حکومت یې یوازې ننداره کوي.

جنرال رازق وویل چې طالبانو تیر کال هلمند او روزګان هدف ګرځولي و او په دې ولایتونو کې یې ډیرې سیمې، د ولسوالیو مراکز او ستراتيژیک نقاط تر خپل کنترول لاندې راوستل تر دې چې حکومتي واک یوازې تر څو مراکزو پورې ر النډ شو. مګر سږ کال طالبان غواړي په کندهار او زابل کې هماغه نقشه عملي کړي. جنرال رازق وویل چې طالبان سږ کال په کندهار او زابل کې داسې پرمخ روان دي لکه تیر کال چې په هلمند او روزګان کې پرمخ روان وو، نوموړي د زابل د شاجوی او د کندهار د شاولیکوټ او نورو سیمو حوادثو ته اشاره وکړه چې طالبانو په نږدې ورځو کې د منصوري په نوم عملیاتو په نتیجه کې حکومتي ځواکونو ته درانه تلفات وراړولي او حتی په شاولیکوټ کې خو یې د حکومتي عسکرو یو ډیر مهم مرکز نیولی دی او لسګونه سربازان یې وژلي دي.

جنرال رازق وویل چې په حکومت کې دننه یو شمیر کړۍ ددې توطیې برخه دي او په لوی لاس هڅه کوي چې طالبان د افغانستان په ولایتونو او ولسوالیو حاکم شي، ده وویل چې هیڅکله به د حکومت په منځ کې دغسې هڅو ته اجازه ورنکړي.

تر دې وړاندې زیاتره د ټلوالې او نورو جهتونو لخوا په حکومت باندې تور لګیده چې له منځه یې ځیني کسان له طالبانو سره مرسته کوي چې دوی ورته د ستون پنجم اصطلاح کاروله، مګر د جنرال رازق له خبرو معلومیږي چې د افغانستان د شمال او کابل غوندې په جنوبي ولایاتو کې هم طالبانو په حکومت کې نفوذ کړی او یا په بل عبارت د حکومت ځینو چارواکو له طالبانو سره لاس یو کړی نو ځکه طالبان درګرده پرمختګونه کوي او په مرموز ډول د حکومتي عسکرو لوی لوی مراکز او پوستې نیسي او میشتو عسکرو ته یې درنه مرګ ژوبله اړوي.

تر اوسه مرکزي حکومت د جنرال رازق خان د ادعاوو په اړه څه غبرګون نه دی ښکاره کړی،خو د نوموړي ادعاوو او په کندهار او زابل کې د طالبانو وروستیو پرمختګونو ته په پام سره ددې سیمو وضعیت په رښتیا د اندیښنې وړ دی. ځکه طالبانو نه یوازې په لرې پرتو سیمو کې خپل نفوذ پراخ کړی بلکې د کندهار به معروف، ارغسان، ارغنداب او حتی مرکزي ښار کې یې هم په دې وروستیو کې داسې بریدونه کړي چې د دوی په پراخ لاسرسي، ځواک او نفوذ په پراختیا باندې دلالت کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x