
کرکیټ: پاکستان او افغانستان دوه شل اوریزه لوبې کوي
نن ټکی اسیا (شنبه، ۶ غبرګولی، ۱۳۹۶): د پاکستان او افغانستان د کرکیټ بورډونو د یوه تفاهم وروسته پرېکړه کړې چې دواړه هیوادونه به یو له بل سره دوه شل اوریزه لوبه کوي چې یوه به یې د افغانستان په پلازمینه کابل کې او بله لوبه به یې په لاهور کې کیږي.
دا پرېکړه پاکستان ته د افغانستان د کرکیټ بورډ مشر عاطف مشال د سفر وروسته شوې، نوموړي په پاکستان کې د کرکیټ بورډ مشر شهریار خان او د پاکستان کرکیټ لیګ د مشر نجم سیټي لیدلي دي.
د تفاهم سره سم لومړی به د پاکستان شل اوریزه لوبډله کابل ته راځي او بیا به د افغانستان ډله لاهور ښار ته ځي.
د پي ایس ایل مشر نجم سیټي رسنیو ته ویلي چې د دواړو هیوادونو تر منځ به د کرکیټ لوبې پر سیاست هم ښه اثر ولري او دواړه هیوادونه به یو بل ته نیژدې کړي. او زیاته کړې دواړې شل اوریزې لوبې به دوستانه وي.
د افغانستان د کرکیټ بورډ مشر عاطف مشال ویلي چې لوبې او کرکیټ باید له سیاسته لیري وي، او د پاکستان د کرکیټ بورډ سره یې خپله ناسته مثبته بللې ده.
تر اوسه د لوبو نېټه نه ده په ډاګه شوې.
د دواړه هیوادونو د ۱۹ کلنۍ ټیم او اې ټیمونه به هم یو له بل سره لوبې وکړي خو د هغو نېټه او نور معلومات یې لا نه دي څرګند شوي.