ادبي لیکني

د تخیل نفسیاتي شکل

 یونس تنویر
د علم په پېژندنه کې همدا بسنه کوي، چې د تجربو اعلی نوم دی. ولې تجربې که د ظاهر او باطن په لحاظ په دوو ګټګوریو وویشو، بده به، نه وي. یو ډول تجربې دي، چې انسان ورسره عیني مخامخیږي. دوهم ډول تجربې د انسان روحاني مشاهدې او نفسیاتي موندنې دي. دي. دا تجربه، نه د کسب ده او نه د لیدلو؛ بلکې دا تجربه د انسان د نفسیاتي شکل ده. او دغه نفسیاتي شکل ځکه د شاعرۍ برخه ده، چې شاعران د لفظونو د انتخاب دقیقه ترمینالوژي لري. او دا شکل په شاعرانه ژبه باندې داسې را انځور شوی وي، چې هم عقل ورسره ملکری وي، هم پوهه، ادراک، حواس او تخیل ورسره ملګري وي. موږ به د خپلو خبرو سپیناوي ته ورور ورځو چې پیل به یې د شیدا په دې بیت وکړو:
په دریاب به څه رنګ تر شي کام زما
چې نسکور لکه حباب دی جام زما
(شیدا)

پورتني شعر، یو دومره څرګند حقیقت غایب کړی دی، چې موږ یې هېچ تشخیص، نه شو کولای. دا به ناممکنه وي، چې مایعات مادي جسمونه، ککړ نه کړي. ولې شاعرانه علم له ورتې زاویې، نه ورځي. او دغه عیني تجربه بیخي نه مني. او وایي چې د دریاب، نه به زما مقصد او مرام څنکه پوره شي. مګر کام یانې مراد خو هم مادي وجود نه لري. نو بیا د تر، کیدو تمنا له کومه شي؟ نو کله چې د حباب جوړښت ته، سړی ځير شي؛ نو وبه وایي چې . اوبه څنګه د وچوالي حد ته، ورسیږي؟ په داسې حال کې چې حباب دایم اوبه دی. او اوبه هیڅ وخت له خپل وجوده متضرېرې کیدا نه شي. ساینس واي چې: محلول توکي دایم ساتلو ته اړتیا لري. او هېڅ یوه ماده، له خپل شکل، نه متضرره کیږي او نه ترې وتلی شي. نو د حباب اصل خو دایم لوند وي. نو که په همدې ډول یې تعبیرکړو؛ نو د لوند والي حد یې هم نه شي کیدای. دا یو مجرد حقیقت دی. چې بیان یې هم غیرحقیقي دی. ځکه چې که د حباب سره، د جام کلمه، نه وه راغلې؛ ممکن همدا مضمون به ناقص وړاندې شوی و. ځکه چې جام د حباب سره تشبیه شوی دی. او جام که د تقدیر، غرض، نصیب په مانا یې واخلو؛ نو زموږ د لهجوي اصطلاحاتو له قاموس سره برابرېدای شي؛ هغه داسې چې موږ د بدبخته ژوند په اړه؛ دایم دا اورېدلي دي، چې بخت مې نسکور شوی دی. ؛ نو حباب هم دایم نسکور وي. نو بیا به څنګه د لوند والي حد خپل کړي؟ دا ددې شعر لفظي مناقشه وه.

د مضمون له حیثیته، یوه دومره ناامیدي راغلې ده، چې بیخي یې نفسیاتي شکل ګڼو. ځکه دریاب د اوبو دومره پریماني لري، چې اندازه یې نه شي کیدای. ولې د شیدا د مراد یا مقصد جام د حباب په څېر نسکور دی. او نسکور جاکونه له هر ډول مایع شیانو خالي وي. دغه نا امیدي خپله یو نفسیاتي شکل دی. د مصطفی سالک په وینا د هندي مکتب یوه ګډه ځانګړنه د خپلو نفسیاتو را څرګندول دي. تاسې د سیدشاه سعود دا بیت وګورئ:

ځان مې بې له ایینې لیدلی نه شو
ته مې بې له کایناتو پېژندلې

که تلميحي اشاره وکړو؛ نو دا به ځکه ښه وي، چې موږ د موسی (ع) د یوې پیښې نه قران کریم، خبر کړي یو. ددغه مبارک بیان لنډ مفهوم دا دی: ‌دریاب پرې وچ شو او لښکر یې روغ ترې را وواته. کله چې فرعوني لښکر پرې راغی، ټوله قافله یې ډوبه شوه. مطلب دا چې ځینې کرمات په حالي ډول څرګندېدای شي. او خصوصاً صوفیانه شاعران، چې دایم له کشف یا الهام او استغراق سره مخامخ وي؛ نو دا به ممکنه ځکه وي، چې شاعري تر ټولو هنرونو یو لوی کشفي عمل دی. د ځینو شاعرانو په اړه ویل کیږي چې یوه شیبه به یې داسې ننداره وکړه، چې بیخي به مجذوب شول. دانته چې د انیما نه په بیلتون کې شو؛ ګردې نجونې به ورته انیما ښکارېدې. ددې نه وړاندې په تصوف کې موږ دوې مفکرې یانې وجود او شهود هم، درلودل.هغه و چې ارواپوهانو د انیما په نامه د یوې روحیاتي اړیکې تشخیص وکړو. او دا یې د یوې روحي، ناروغۍ یا اړیکې په توګه معرفي کړه. په ارواپوهنه کې د انیما تصور اوس هم شته.

که د مسلمه امت، ادب تاریخونه مطالعه شي؛ نو په صوفي صاحبانو شاعرانو کې به همداسې ‌ډېرې بیلګې ولیدلی شو.
د حمزه بابا په اړه ویل کیږي چې د ښکلا په د یندارۍ ګې دومره مجذب شوی و، چې هرڅه به ورته ښکلي ښکاريدل.
حمزه بابا په خپله مرکه کې ویلي و: په سفر کې مو یو هوټل ته پنا یو وړه. د شېخ عبدالستارشاه باچا جان سره وم. د هوټل چوپړ کوونکی راغی. ویل یې، چې څه ډول مالونه غواړئ؟ [مطلب دا چې د ساتیرۍ لپاره، انجونې شته.] باچا جان چې دایم د خانانو په لباس کې ګرځیده، حمزه بابا یې ور په ګوته کړ. ویل یې چې په موږ ګې دا شاعر دی؛ نو دی د مالونو ښه انتخاب کولای شي. چې بیا وروسته حمزه بابا د باچا جي (رح) شخصیت ورته ښودلی و؛ نو چوپړ کونکی په توبو بینوا لاړ. په همدې مرکه کې بل ځای وایي، چې زما لویه خامي د ذوق جمال فرواني وه.

د شمس تبریزي او مولانا په اړه همداسې بیلابیل نفسیاتي مشاهدې او شواهد شته. د بیدل د دهلوي نامه که وپلټل شي؛ نو همدا نفسیاتي اشکال به یې، علتونه وي.

همدا ګردې نفسیاتي تجربې دي. نو د سعود صیب د پورتني بیت همدا نفسیاتي مشاهده، هم کیدای شي. ځکه چې زموږ ارواحې، چې کله خپل خالق ته ودرېدې، نو ټولو ته د خپل خالق پيژندنه وشوه. ولې ایینه که د یوه سیمبول په توکه ومنو؛ نو د پير، مرشد، لارښونکي په مانا یې اخیستلی شو. مطلب دا چې هنداره موږ ته خپل ځان را ښکاره کوي. او مرشیدین سړی خپلو نیمګړتیاو ته متوجې کوي.

د غرور ماتول هم نفسیاتي تجربه ده. او دا تجربې سړی کراماتو ته هم رسوای شي. کرامات د معجزې په څېر نه دي، چې د موسی (ع) په څېر دې مړي، له قبرونه را ژوندي کړي؛ بلکې انسان چې د هرې خطرې، بدکارۍ، نه د مخه د هغو انجام درک ګړي او ځان ترې وساتي دا خپله یو ډول کرامت دی. تاسې د حمزه بابا دا بیت هم وګورئ:

ما په ورو ورو ښکاره کوي ماته
د کاینات په زړه کې راز یمه زه

که په هر ډول یې وانګیرو، نفسیاتي شاعري تر ډېره نفسیاتي تجربې او مشاهدې لري. او تخیل دایم په نفسیاتي شکل کې وړاندې شوی وي. ځکه چې تخیل الهام او کشف وي. دا خو ثابته شوې خبره ده، چې شاعري په حکمت تعبیرېدای شي. نو الهام خو انسان ته د روحیاتو له لارې کیږي. همدغه الهامات د انسان نفسیاتي شکل را مظهره وي. تاسې به دا وانګیرئ، چې نفسیات په مفرد شکل کې د نفس څخه استناد دی. مګر موږ دا وایو چې یوازې نفسیاتي شکل د نفس تظاهر نه شي کېدای. که داسې وشي؛ نو انساني غریضې به په څه شي تعبیر کړو؟

زموږ مطلب دا دی، چې روح په ټولو انساني قواو مسلط دی. نو الغرض دا دی چې بیا غریضه دوهم قدرت چېرې کیدای شي؟

ځکه چې غریضه یوازې په عضوي حاجاتو تکامل ته رسیږي. نو بیا خو غریضه چیرې هم له عضوي حاجاتو فارغیدای نه شي.

فرض کړئ: که لوږه په انسان راشي، نو مري. که دده په موجوده عصر کې، په هغو شیانو پوه تر لاسه نه کړي، چې دی یې خواته ژوند کوي او یا یې استعمالوي، نو ترې مړ به شي. ضرر به ترې وګوري. که د ضرورت له مخې اوبه ور نه کړای شي، ترې مري. ددې ټولو غریضو فعالیت د روح له وجهې دی.

مګر دا د انسان، نفسیاتي شکل چېرې هم کیدای نه شي. د انسان نفسیاتي شکل د الهام له تصوراتو او د انسان د پنځګونو حواسو د محسوساتو یو ګډ شکل دی. چې په شپږم حس یې هم تعبیرولی شو. نو بالاخره سړی مجبور شي، چې نفسیاتي شکل او تخیل ته یوه مانا ورکړي. ښه تاسو د ممتاز دغه نفسیاتي یا د شعرستان په اصطلاح (ښه ده ووایو) تخیلي اړخ وګورئ:

دا له یقینه غورځیدلی ممتاز
درېغه چې بیا په غر راخیږي خدایه
(ممتازاورکزی)

هسې موږ خو د لفظ له مخې سېمبول پېژنو؛ خو که د مانا له رویه یې، پېژندنه وشي، نو په نفسیاتي شکل به لا ډېر نور هم پوه شو. ځکه چې هر انسان د بېلابېلو نفسیاتو درلودونکی دی. دا لکه ذوق خود مختاره وي؛ نو ځکه د نفسیاتي تجربې تعبیرونه د هر انسان په خپل نفسیاتي شکل کې وي. دا چې د ممتازجي مطلوبه مانا به له کم اړخه وي. والله اعلم.

په پورته بیت کې غر د مانا په لحاظ ځکه واقع شوی، چې متعددې معناوې لري. همدا متعددو معناو ته، معنی افریني هم ویل شوې ده. نو تخیل یوه لویه ځانګړنه هم داده، چې متعددې معناوې زیږوي. غر د یوه منزل په توګه راغلی دی. دا منزل د هر چا د نفسیاتو د منزلونو نوم کیدای شي. عاشق ته به د معشوقې د یوه ارمان په توګه تعبیریږي. د بل چا د پاره یوه بله مانا هم کیدای شي. یوې چارې لپاره به هم تعبیرېدای شي. مطلب دا چې که د هر کار لپاره راغلی وي، مګر یو ځل بیا د توکل کولو اراده پکې شته.

که خبره را خلاصه کړو، شاعري یو داسې نفسیاتي شکل را دوڅاروي، چې هر انسان یې په خپل نفسیاتي شکل کې را څرګندوي.

خو له یقینه غورځېدل، دا به ناممګنه خبره نه وي. ځکه چې دا یو مجرد حقیقت دي. نننۍ نړۍ په عیني حقیقتونو کې دومره بوخته شوې؛ چې مجرد حقیقتونو ته یې لا مخ هم نه اوړي. مګر بیا هم مړ شي. او ټول مادي اسباب ترې پاتې شي. نو مرګ یو مجرد حقیقت دی، چې هره ثانیه ورنږدې کیږي.

او مجردې معناوې، زېږول دا د تخیل اصل دی. ځکه یقین د انسان د یوې هڅې او توکل لپاره د روح حیثیت لري. دین د یقین په اړه، لوړې خبرې کړې دي، چې ګډ ټکي یې دا دي: په خدای (ج) یقین پیدا کول د انسان د مادي او روحاني ژوند سکون امېزه جنت دی. او دا حقیقت ځکه دی، چې د انسان لپاره لویه اړتیا سکون هم کیدای شي. که یو انسان خوب ونه کړي؛ نو له بې خوبۍ به ورته ضرر ورسیږي. که د لوی ذات عبادت وشي، د انسان مادي او معنوي اړتیاوې به یې، په سکون کې وي. ځکه د نړۍ پر مخ تر ټولو زیات او لوی خلک پیغمبران پاتې شوي دي. الله تعالی به په هر میدان کې نصرت ور په برخه کاوه. دا ځکه چې دوی د الله تعالی ډېر ذاکرین ول.

له بل اړخه غیرحقیقي بیان، ځکه دی چې یقین مادي جسامت نه لري. او له کوم، شي چې سړی را غورځي، هغه به مادي جسامت لري. لکه له دیوال، پل، بام او… نور. مګر اصله خبره د نزاکت او باریکۍ ده. همدا ځای دی، چې له عام حقیقت ګوښه شوې ده.

پورته بیت کې یقین د مکان په ډول راغلی دی. ځکه انسان په یقین قایم وي. نو اوس د حقیقت اصلي څیره بغیر له مجرد حقیقت څخه څه وګڼو؟

او که بیا د نفسیاتو مشاهدې وګورئ، نو دا به درته ثابته شي چې نفسیات یوازې په غرایضو هم نه شي تعبیرېدای.

تاسې همدا وړ بیتونه وګورئ:

مایوسي نشته د مینې په فطرت کې
زه ناکام دمینې هم په انتظار یم
(حمزه بابا)

او تاسې د ممتاز اورکزي همدا نفسیاتي او تخیلي مشاهدې وګورئ:

محبت بل څه دی خوڅه ؟ های نارسا پوهې
نه کیفیت دی نه جذبه ده دا څه بل څه دي

مینه درییمه زاویه نه یې نښان نه یې نوم
دا خو نه زه یم نه هغه ده دا څه بل څه دي
***
اې ته هم هغه یې باور دې وشه
هغه چې مخ ورپسې خپله اوړي
***
چې احساس د نیمګړتیا مې مکمل کړي
د تکمیل مطلب همدغه دی که بل دی
***
ممتازه چرته وې له ځانه تللی
دا ته په څومره خوارۍ بیرته راغلې
***
ښه نو ما سره ځان کوم دی زوروره
ښه نو بیا له ځانه څنګه مروریم
***
ممتازه ستا یوسف له تانه څومره ډېر لرې دی
ممتازه خاورې دې شوې لاړې دخوبونو معنې
(ممتازاورکزی)
هسې خو موږ او تاسې شاعران یو. مګر زموږ په منځ کې به داسې ډېر کم شاعران را پيدا شي، چې خپل نفسیاتي وجودونه را څرګند کړي. موږ خو د لویو شاعرانو په نوم ، شاعران ډېر لرو، خو په دوی ګې به داسې کم پیدا شي، چې خپل نفسیاتي شکل دې را څرګند کړي. باقي واړه یې مصنوعي عکاسي کوي.

د انسان نفسیاتي شکل را څرګندول، نه له تجربې خالي دی او نه له تخیله، نه له عاطفي، تفکر او مشاهدې خالي وي. ولې امید دا دی چې هسې ځوان شاعران را پاڅي چې خپل نفسیاتي وجودونه لکه هندارې کړي. چې هر سړی پکې خپل ځان وویني. او ددې په خوند هغه د فارسي شاعرۍ مسره ده: ذوق این باده ندانی تانه چشي.

پای

اخځلیکونه:

۱ـ انواع ادبي (ویرایش چهارم) ، شمیسا، دکتر سیروس، چاپ سوم، تابش چاپخانه، تهران ،۱۳۸۷.

۲ـ دبیان علم، (ادبي فنون) ناګار، پوهنوال فضل ولي، ختیځ خپروندویه ټولنه، ننګرهار،۱۳۹۵ هـ ل کال.

۳- شعرستان، درمل، ډاکټر احسان الله، سروش کتابپلورنځی، مینه یار مارکیټ، کابل.۱۳۹۵ ل کال.

۴- تنقید او ادبي مفردات، بخاري، سید طاهر، موسی اینډ برادرز پرنټرز، پېښور،۲۰۱۶ م کال.

۵ – نقد ادبي، جلد اول و دوم، تالیف زرین کوب، دکترعبدالحسین، موسسه انتشارات امیر کبیر،۱۳۸۹ ل.

۶- زه په چاک پروت یم، اورکزی، ممتاز، خپرونکی داماراتو پښتو ادبي مرکز دوبۍ،چاپ کال ۲۰۱۵ ع.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x