ikhwan logo

اخوان المسلمین؛ پرون، نن، سبا – (لومړی برخه) – دوهمه کړۍ

ikhwan logo(په تیر پسې)

 بله مهمه خبره داده چې د اخوان المسلمین د تاسیس اساسي موخه په اسلامي هیوادونو کې له استعمار سره مبارزه ده او له اصولو یې ښکاري چې اخوان اصلا د استعمار پر ضد را پورته شوی که په واضحو الفاظو یې ووایو اخوان په خپلو اصولو کې د ټولو اسلامي هیوادونو هر ډول او هره برخه کې خپلواکي غواړي،  دا چې سید جمال الدین افغاني  د ډیرو مفکرینو په نظر د اخوان فکري مؤسیس بلل کیږي همدا یې لامل دی ځکه چې د اسلامي هیوادونو فکري، سیاسي، او اقتصادي خپلواکي د نوموړي مفکوره  وه.

سید جما ل الدین افغاني غوښتل چې په ولسونو کې دا شعور ژوندی او پیاوړی کاندي چې اسلامي نړۍ باید د دښمنانو له هر ډول لکه سیاسي، نظامي، اقتصادي او فرهنګي غلامۍ را خلاص شي. له همدې امله هم دی چې له اخوان سره په نړیواله کچه پرته له یوه دوه اسلامي هیوادونو نور د هیچا خواخوږي نشته. د مصر د کودتا او لدې مخکې چې د تاسیس له پیله د اخوان مشران او غړي بې موجبه په بیلابیلو بهانو نیول کیدل، اعدامیدل او یا هم له هیواده ویستل کیدل، هیڅ هیواد په مصري حکومت دا غږ ونکړ چې ولې؟ حالانکه که په نورو هیوادونو کې یو عادي سندر غاړی یا کوچنی سیاسي فعال نیول کیږي ټولې نړۍ کې غوغا جوړه شي چې ولې نیول شویدی آن تر دې چې په نوموړي هیواد باندې خبره بندیزونو او آن نړیوال پریکون ته ورسیږي، خو که په اسلامي هیوادونو کې څوک د خپلواکۍ غږ پورته کوي،  خپل اختیار غواړي او په همدې تور بیا زنداني کیږي نه یواځي د نړۍ واکداران چوپه خوله نه پاتي کیږي بلکه په یو ډول یې ملاتړ کوي. د اخوان تعلیمات وايي استعمار دوه مخه لري یو یې خارجي دی او بل داخلي او له دواړو سره باید مبازره وشي. خارجي پدې مانا چې یو استعمارګر قوت راسا په بل هیواد یرغل وکړي، پوځونه ور ننباسي، هر ډول واک په خپل لاس کې واخلي او په ولسونو خپل ګوډاګیان په جکومتي چارو د انتخاباتو د ډرامې او له داسې نورو لارو  ګماري، او داخلي استعمار دادی چې استعماري قوتونه په هیوادونو مستقیم تیری نکوي بلکه د خپلو ګوډاګیانو په مرسته  خپلې نقشې پیاده کوي او هر ډول واک یې په خپل لاس کې اخلي لکه نن ورځ چې د اسلامي نړۍ اکثریت هیوادونه په همدې وضعیت کې دي.

د نړۍ ستر قدرتونه او اخوان المسلمین

د نړۍ شپږ ستر قدرتونه په ډیرو مساییلو کې سره اختلافات لري، له یو بل سره یې رقابتونه دي، بې شمیره ستونزې لري او د نړۍ په ډیرو مسایلو کې سره مختلف نظرونه لري لکه په وروستیو کې د سوریې او یا هم ایران مسئله، امریکا او متحدین یې یو څه وايي خو روسیه او چین یې نه مني ورسره، امریکا غواړي په پولنډ کې میزاییل نصب کړي خو روسیه یې د ځان پر وړاندې خطر ګڼي، هغوی تر دې پر یو بل بې اعتماده دي چې  آن د یو بل ټیلیفونونه څاري، د امریکايي استخباراتو قراردادي سنوډن وروستۍ رسوايۍ یې یوه ښکاره بیلګه ده . اما د مصر په موضوع کې چې کله د اخوان خبره را پورته کیږي او یا هم د ځینو نورو اسلامي ډلو  ټول ورته په یوه خوله دي، هلته که هر ډول ظلمونه کیږي، هر ډول آزادي سلبیږي، ښځې، ماشومان، ځوانان او سپین ږیري د نړیوالو مطبوعاتو په مخکې د پوځ او پولیسو لخوا په رڼا ورځ وژل کیږي، نیول کیږي، بې پته کیږي او له نورو ډول ډول ظلمونو سره مخ کیږي، هیڅوک غږ نه اوچتوي، نه یې غندي او نه هم کومه د فشار خبره مخې ته کوي، پدې موضوع کې بیا له یو بل سره هیڅ اختلاف نلري.

علت یې څرګند دی هغوی پدې پوه شوي چې اخوان ولسونو ته د بشپړې آزادۍ مفکوره لیږدوي او ولسونو ته دا شعور ور کوي چې له هر ډول استعمار څخه د خلاصون لپاره باید را پورته شي، استعمارچیان و پیژني، له دسیسو سره یې اشنايي پیدا کړي او پر وړاندې یې خپل مسؤلیتونه درک کړي، د هغوی په باور اخوان نه یوازي له استعمار سره سازش نکوي بلکه په کلکه یې پر وړاندې مبارزه کوي. استعمار خپل دښمن پیژندلی او خپله ټوله وسه کوي چې د خپلو داخلي اجنټانو او نورو بیلابیلو لارو یې و ځپي. کله چې په مصر کې د دوکتور مرسي حکومت منځ ته راغی اسرائیلو، فرانسیې او ځیني نورو هیوادونو خپلې اندیښنې څرګندې کړې او دا یې آن د ټولو عربو امنیت ته خطر وګاڼه. د امریکا ولسمشر اوباما له کودتا وروسته په خپلو لومړیو خبرو کې ډیر وویل چې د مصر اکثریت خلک د اخوان المسلمین پر ضد دي پداسې حال کې چې خپلواکو سروي ګانو ښوده چې  د مصر اویا سلنه وګړي د کودتا پر ضد و.

یوه اشتباه

سیکولریستان او آن ځني هغه اسلامیستان چې په سیاست او سیاسي مسایلو کې یا ژوره مطالعه نلري او یا هم په قصدي توګه د عقدې له مخې  په مصر کې ټوله پړه په مرسي اچوي چې ستونزه د هغه وه، هغه داسې ونکړل او هسې یې ونکړل، باید داسې یا داسې یې کړي وای. دا به ومنو چې ستونزې وې، حکومت کې به یې څه ناڅه مشکلات ول، بشر دی خامخا غلطي لري، اشتباهات لري، کمۍ وکاستۍ به یې ضرور درلودل، خو راځئ نور حکومتونه را واخلئ چې هغوی څومره ستونزې لري، د لویدیځ پیاوړي او له هره اړخه بسیا حکومتونه مطالعه کړئ، امریکا و ګورئ چې د بیکارۍ او بې روزګارۍ کچه پکې کوم سرحد ته لوړه شوه، د وګړو ستونزې  د څو لسیزو په ترڅ کې تر ټولو لوړې کچې ته ورسیدل خو آیا هلته د اوباما پر حکومت کودتا وشوه؟ آیا د استعفا خبره یې مطرح شوه؟ په همدې ډول د نړۍ ډیرنور حکومتونه مطالعه کړئ. او بله دا چې په یو کال کې د یوه حکومت ارزول ډیره ستونزمنه او حتی نامعقوله ده. لنډه دا چې په اصل کې د مرسي حکومت ړنګول یوه منظمه او له اوله پلان شوې دسیسه وه چې بلاخره یې د پوځ له لارې عملي کړه، څو ورځې دمخه د العربیه خبرې اژانس د اماراتو د پادشاه دا خبره اخیستې وه چې هغه وییلي و چې ما له پیله دا خبره کړې وه چې د مرسي حکومت به له یوه کال ډیر دوام ونکړي، اوس کرار کرار هغوی خپله پدې خبره اقرار کوي.  په همدې ډول څو میاشتې پخوا د بي بي سي فارسي څانګې ته غوږ وم په تحریر میدان کې خبریال له یوه لاریون کونکي و پوښتل چې تاسو څه غواړئ؟ هغه وویل د قانوني حکومت بیرته راتګ، خبریال ور غبرګه کړه چې د مصر خلک یې پر وړاندې را پورته شوي، هغوی یې نه غواړي خلکو ته څه ځواب لرئ؟ هغه ورته کړه: که فرضا زه ستا دا خبره ومنم چې خلک یې نه غواړي، نو اوسمهال ستاسو د سروي ګانو ترمخه د فرانسې آن ۳۶ سلنه خلک هم اوسنی رئیس جمهور فرانسوا اولاند  نه غواړي یاني تقریبا ۷۰ سلنه یې پر ضد دي او د حکومت خاتمه یې غواړي، نو هلته ولې پوځیان کودتا نکوي؟ آیا تاسو هلته د پوځي کودتا حمایت کوئ؟ خو ټول ددې کار مخالف یاست او دا کار له دیموکراتیکو اصولو سره په ټکر کې بولئ.

اسلامي هیوادونه او اخوان المسلمین

په اسلامي اوخاص ډول عربي هیوادونو کې معمولا درې ډوله حکومتونه حاکم دي، دیکتاتوري، شاهي او انتخابي. په معاصرې نړۍ کې دیکتاتوري او شاهي نظامونه په سیاسي قاموس کې ځای نلري او د دیموکراسۍ د اصولو پر بنسټ حکومتونه باید انتخابي وي،پرته له انتخابي لارې هر ډول حکومت چې رامخې ته کیږي نه یوازي د منلو نده بلکه د خلکو په حقونو ظلم دی، خو همدا لویدیځوال او د نړۍ او دیموکراسۍ علمبرداران بیا په ډیرو عربي هیوادونو کې له دیکتاتوري او شاهي نظامونو ننګه کوي، ورسره سوداګریزې، اقتصادي او پوځي روابط پالي، په امنیت شورا کې یې د غړیتوب لپاره  هڅې کوي او په نړیواله کچه یې له داخلي مستبدانه پالیسیو څخه دفاع کوي دا ځکه استعماري هیوادونو ته خپلې موخې لومړیتوب لري او یاد هیوادونه یې په سروچشم ورته پلي کوي، له طبیعي سرچینو یې په خلاص لاس استفاده کوي او د ځان پر وړاندې مخالفین هم د همدوی له لارې ځپي، لنډه دا چې د استعماري قوتونو بشپړ ماموریت ترسره کوي نو ځکه ور سره نور کار نلري. بل ډول یې انتخابي دي، د اسلامي نړۍ اکثریت اسلامي هیوادونه چې انتخابي نظامونه لري سیکولر افکارو  والا دي، دا ګوندونه په خپلو هیوادونو کې هم د لویدیځ په مرسته کامیابیږي او په خاص ډول لویدیځ هیوادونه یې پدې اطمنان واک ته رسوي چې د هغوی موخې به پلي کوي، مرستې هم تر همدې عنوان لاندې ور سره کوي او که یې لږ هم غاړه و غړوله، له واکه یې ایسته کوي، مرستې  پرې دروي او په نړیواله کچه یې منزوي کوي.نو چې مخکې مو یاده کړه د اخوان په اصول کې د استعمار د دواړو داخلي او هم خارجي څیرو پر وړاندې مبارزه شامله ده نو ځکه د اسلامي هیوادونو  پورته ډول حکومتونه یې هم د خپلو حکمرانیو پر وړاندې ستر خطر ګني. په مصر کې د وروستی کودتا په پایله کې چې پوځيانو واک په لاس کې واخیست لومړی همدا سعودي، کویټ او اماراتو ور څخه حمایت وکړ، مرستې یې ورسره اعلان کړې اود هر ډول همکاریو ډاډ یې ور کړ، اقتصاد پوهان وايي چې د پوځیانو حکومت یواځي د همدې هیوادونو په مرسته ولاړ دی ګني د تیرو شپږو میاشتو لاریونونو په ترڅ کې د مصر اقتصاد دې سرحد ته راغلی چې د حکومت عایدات  په سختۍ ددې جوګه دي چې یواځي د پوځیانو او ملکي مامورینو معاش ور پوره کړي ، ددې ډلې اقتصاددانانو په باور که د عربي هیوادونو مرستې نه وي حکومت په بشپړ ډول سقوط دی. یاد هیوادونه د خپل بقا لپاره د لویدیځ او نورو استعماري قدرتونو نقشې پلوي کوي او  ور سره د هر هغه خوځښت او اقدام پر وړاندې چې خلکو ته د خپلواکۍ شعور ور کوي او د دیکتاتورۍ او لاسپوڅو حکومتونو پر وړاندې نفرت خوروي شدید عکس العمل ښيي.

   ادامه لري

سید الرحمان عمران

اخوان المسلمین؛ پرون، نن، سبا – (لومړی برخه)

 

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د