شعـــــرونه

ازاد نظم/ محمد علي عمري

محمد علي عمري

دحسد په اورچي کله
ديوچاژوندون تنور شي
دسکروټې غوندي سورشی
پر هډونو یې تاويږي
په رګونوکې بې ايشي
وينه وينه سرترپايه
دګناه په دې ناورين کې
دوبا په دې ناورين کې
خپل وجود یې سره لمبه وي

داخپل زړه یې نه سړيږي
داخپل زړه یې نه مړيږي
په ساړه شمال هيڅ کله
آن که کښيني پاس پر واوره
دپغمان دغره په سرکې
…..
محمدعلي عمري
مسلم باغ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x