افغانستان

پکتیکا کې د پولیسو او اربکیانو پر ګډ کاروان سرتېري برید درنه مرګ-ژوبله اړولې

نن ټکی آسیا: طالبان وايي،نن مازدیګر شاوخوا پنځه بجې د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه ښار کې د صدیق پوستې په سېمه کې یې د پولیسو او محلي اربکیانو په کاروان باندې د سرتېري برید په پایله کې ۸ عسکر وژلي او ۷ نور ژوبل کړي.

طالب ویاند ذبیح الله نن ټکي آسیا ته په را لېږلي خبرپاڼه کې زیاتوي، چې برید د دوی یوه محمد یعقوب نومي ملګري،چې د همدې ولایت د خوشامند ولسوالۍ اوسېدونکی و،  له لوري د منفجره موادو څخه د ډک واسکټ په مټ ترسره شوی.
د مجاهد په وینا، په برید کې ۴ رینجر موټر په بشپړه توګه تخریب،۸ پولیس وژل شوي او ۷ نور سخت ژوبل دي.
د پکتیکا ولایت سېمه یېزو امنیتي چارواکو په دې باب تر دې دمه څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x