
د روژې فقهي مسايل(۲)
ایا په انهیلر سره روژه ماتیږي که یا؟
ځواب: عبدالغفار جُبیر
د انهیلر پمپ د استعمال له کبله روژه ماتیږي، که د یوچا روژه وه او ډیر مجبوره شو نو انهیلر دي استعمال کړي روژه یې ماته ده، قضاء یې شته او کفاره یې نشته، او که د یو چا ژوند بیله انهیلره ممکن نه وو نو روژه دي نه نیسي او فدیه دي ورکوي.
یادونه: انهیلر – ودې ته د نفس تنګۍ چلم یا پمپ وايي، د هغه چا چي نفس تنګي کیږي ډاکتران دغه ورکوي او هغه ناروغه یې کشوي.
(فتاوی حقانیه ټوک: ۴، پاڼه: ۱۷۰)
د اوبو او یا دوا په بخار سره روژه فاسدیږي، همداحکم د نفس تنګۍ کي د تسکین دآلې (انهیلر) هم دی.
(شامی زکریا ۳/ ۳۶۶)