german foraign minister

فرانک والتر: د تړون لاسليک موږ ته هم ضروري دى

د جرمني د باندنيو چارو وزير له حامدکرزي سره په ليدنه کې پورته خبره  وکړه.فرانک والتر پرون په نا اعلان شوي سفر افغانستان ته راغى، او لومړى يې په مزارشريف کې له خپلو ځواکونو سره وليدل.فرانک والتر شتاین مایر د افغانستان سره د خپلو پوځي مرستو دوام تر ډیره د کابل او واشنګتن تر منځ د امنیتي تړون د لاسلیک سره تړلی وګاڼه.

فرانک والتر شتاين ماير وايې ماپخپلو خبروکې کرزي ته په روښانه ټکو کې وویل چې د دغه سند لاسلیک کیدل موږ ته هم ډیر ضروري دي، ځکه چې د افغانستان لپاره زموږ پروګرامونه وخت ته اړتيا لري.

د جرمني د بهرنيو چارو وزارت په داسې حال کې د ياد تړون پر لاسليک ټينګار کوي، چې څو ورځې وړاندې د متعهدو ځوانانو د همغږ‌ۍ ټولنې په کابل کې د يو ورځني کنفرانس په لړ کې د دې تړون د لاسليک کولو کلک مخالفت وکړ، او همدارنګه دغه نن د ملي يووالي د ملاتړ او د نظامي اډو د مخالفت جبهه له څو نورو موضوعاتو سره پر همدې موضوع هم مطبوعاتي کنفرانس لري.

افغان ولس د دياد تړون اړوند دجرګې د جوړولو پر وخت هم زورورې مظاهرې وکړي او دغه تړون يې د افغانستان پلورنې رسمي قباله وګڼله.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د