شعـــــرونه

غزل/ محمد خان محب

محمد خان محب

ايښي مو ورب ته سجدې دعشق
ګرځوو په غاړه کي تصفې دعشق

ته به يې رقيبه قدر نه لري
موږخودي لوستلي سيپاري دعشق

يابه مو تردار ياتر وصاله وړي
څنګه ته مو راغلي فرشتې دعشق

دغه دی مسير او دا هدف زموږ
غشي مو خوړلي پرسينې دعشق

ښايي چي ليدلی موتصوير ديار
ځکه رڼې کړي مودي شپې دعشق

زړه به دي محبه پرې سکون واخلي
نن مي درليږلي ترانې دعشق

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x