نظــر

د ولسونو او نظامونو په جوړښت کې د تعليم، فکر او فرهنګ نقش: (دويمه برخه)

(د مولوي عبدالهادي مجاهد ليکنه)

د تعليم د لادينه كولو لارې چارې:

غرب په پيل كې له لاندې يادو شويو دوو لارو په مسلمانانو هېوادونو كې د تعليم د لادينه كولو هڅى شروع كړې:

اول: غربي هېوادونو د يوې منظمې استراتېژۍ له مخې هغه مسلمان ځوانان چې غرب ته د علومو د زده کړې لپاره ورغلي وو د علومو تر څنګ په غربي فرهنګ او مادي فلسفه هم وروزل. دغو هېوادونو له بېلابېلو کانالونو او همدارنګه د سکالرشيپونو له لارې ذهين او با استعداده ځوانان انتخاب کړل او ورويې غوښتل، او له فراغت وروسته يې په خپلو مستعمره هېوادونو كې د چارو واګي ورسپارل، چې هغوئ بيا خپله هماغه غربي نظريه دلته په اسلامي هېوادونو کې د نصابونو، قوانينو، او نظام له لارې پلې كړه، او د خپلو هېوادونو تعليمي نصابونه يې پر هماغو غربي نظرياتو ودرول چې دوئ هلته منلي ول. په افغانستان کې د دغه ډول خلکو يو واضح مثال پخپله د اشغال د ادارې رئيس داکتر اشرف غني دی چې د بېروت په امريکايي پوهنتون کې د امريکايي منصرينو په لاس وروزل شو او له ډېرو مراحلو تر تېرېدو وروسته د هماغو امريکايانو له لوري د افغانستان د رئيس په توګه وټاکل شو تر څو دلته د امريکايي اهدافو او اجنډاوو د تحقق لپاره پراخه زمينه سازي او ژور کار وکړي.
دوهم: استعماري هېوادونو په خپلو مستعمراتو كې داسې مكتبونه، پوهنتونونه او تعليمي اداري جوړې كړې چې نصاب، استاذان، لوائح، قوانين او هر څه يې په مستقيمه توګه د مستعمرينو له لوري پر مخ بيول كېدل، خو د دغو ادارو متعلمين يې د تر اشغال لاندې هېوادونو د متنفذو كورنيو او چارواكو اولادونه ول چې په طبيعي ډول به په نظام او حكومت كې مطرح كېدل.

دغو دواړو چارو داسې تعليمي چارواكي، استاذان، مفكرين او پوځيان رامنځته كړل چې له اسلام سره دښمني او د مادي ژوند فلسفه يې په سيستماتيك ډول له غربيانو څخه په ميراث اخيسې وه، او د هغې لپاره كار او مبارزه يې د پرمختګ او (روڼ اندي توب ) تر عنوان لاندې خپل افتخار باله. پر اسلامي نړۍ د همدې خلکو حاکميت د غرب لپاره د دې تضمين برابروي چې د اسلامي نړۍ ټولې سياسي، اقتصادي، پوځي، تعليمي، فکري او فرهنګي چارې به د غرب په خوښه عيارېږي او چلېږي، او په اسلامي هېوادونو کې به ټول هغه عوامل له منځه وړل کېږي چې دلته په دې ټولو مجالونو کې د غرب د اهدافو د تحقق په مخکې خنډ ګرځي.

د غرب تعليمي مشاورين او ماهرين:

په ټولو اسلامى هېوادونو كې استعمارى هېوادونو خپل تعليمى ماهرين او مشاورين د مختلفو فشارونو او يا د تعليم لپاره د مالى مرستو د وركولو په بدل کې او يا هم له نورو لارو په كار وګومارل چې له تعليمي نصابونو څخه هر هغه څه وباسي چې د استعماري هېوادونو د اهدافو د تحقق په لار كې خنډ ګرځي، چې په لومړى قدم كې يې اسلامې تاريخ او بيا وروسته د قرآن ايتونه، نبوي احاديث او ټول ايديالوژيك مضامين يا په مكمل ډول له نصابه و ويستل، او يا يې په مسخه شوي او نيمګړي ډول او په بې اهميته شكل كې متعلمينو ته وړاندې كړل چې د اسلام په اړه يې لوستونکو ته تر فايدې تاوان ډېر ور رساوو. خو د دې کار په مقابل كې يې د غربي نړۍ سياسي، اقتصادي، فكري او اخلاقي ارزښتونو ته په پراخه پيمانه په نصاب كې ځاى وركړ، او كوښښ يې وكړ چې متعلمينو ته غرب د يوې (نمونه) ټولنې په حيث ور وپيژنى، چې د دې کار نتيجه له شرق او اسلام څخه د يوه كركجن خو په غرب او غربي ارزښتونو د مين نسل په شكل كې راووتله.

د تعليمي محيط غربي كول:

د هرې تعليمي ادارې واړه او ځوانان له خپل محيط څخه رنگ اخلي، او په هماغو معيارونو ځان برابروي چې په خپل ماحول كې يې ويني.

د دې لپاره چې غرب د ټولې اسلامي نړۍ د هېوادونو په تعلیمي نصابونو کې د اسلام تاثیر له منځه وړی وي، او یا يې لږ تر لږه کم کړی وي نو د ملګرو ملتو نړيواله مؤسسه یې وکاروله، او په ۱۹۷۷م کال کې د یونسکو (د ملګرو ملتو د تعلیم او فرهنګ د څانګې) په چوکاټ کې يې یوه تعلیمي اداره جوړه کړه چې نوم یې (اسلام او غرب) وو. د دې ادارې مشري په ملګرو ملتو کې د برتانیې پخواني سفیر(لارډ کارادون) کوله. دې ادارې ۳۵ غړي لرل چې ۱۰ یې د اسلامي ممالکو د (سیکولرو) حکومتونو استازي ول، او پاتې ۲۵ یې د اسرائیلو او غربي هېوادونو غړي ول.

د (اسلام او غرب) په نامه دغې ادارې پدې موضوع کار کاوه چې څنګه په تعلیمي نصابونو کې د ادیانو تر منځ په مشترکو نقطو ترکیز وکړي، او په نصابونو کې د داسې مضامینو او مفاهیمو مخنیوی وکړي چې (دین) ورکې د (سلوک) لپاره معیار ټاکل کېږی.

دې ادارې د ټولو اسلامي هېوادونو نصابونه پداسې ډول جوړ کړل چې د اسلام تاثیر ورڅخه له منځه یوسي او یا یې تر ممکنه حده کم کړي، او د اسلام په عوض ورکې نور نظریات لکه (قومیت) (وطنیت)، (ژبپالنه) (رواج پالنه) او داسې نور په تعلیمي نصابونو کې د ملي ایډیالوژیو په حیث ورشامل کړي.

د دې ادارې د فعالیتونو یو مثال په مصر کې دا وو چې د نصاب تر تبدیلۍ د مخه د مصر د نصاب د تاریخ په مضمون کې د (فرعوني تاریخ) برخه یوازې ۷۵ صفحې وه، خو تر تبدیلۍ وروسته ۳۱۷ صفحوته پورته شوه.

او همدارنګه تر تبدیلۍ د مخه په نصاب کې د اسلامي تاریخ برخه ۲۰۷ صفحې وه ، خو تر تبدیلۍ وروسته دغه برخه ۳۵ صفحو ته راکښته شوه.
همدغه فارموله تقریباً په ټولو اسلامي هېوادنو کې تطبیق شوه، ځکه چې د نه تطبیقولو په صورت کې هېوادونه د (یونیسکو) له سازمان څخه وېستل کېدل، او شهادتنامو یې په غربي نړۍ کې خپل (قبولیت) له لاسه ورکاوه.

د امریکا د استراتیژیکې جګړې پټ لښکر:

غربي هېوادونو د اسلامي نړۍ پر غرب پلوو حکومتونو د خپل تاثير او همدارنګه په نړيوالو تعليمي او فرهنګي مؤسسو کې د خپلې برلاسۍ د عنصر په استعمال په اسلامي نړۍ کې له رسمي تعلیمي نظام او نصاب څخه د اسلامي نړۍ د تسخيرولو لپاره د غرب تر ټولو خطرناکه وسیله جوړه کړه. او تر څو چې دغه وسیله د غرب په خوښه چلېږي نتائج به یې هم هغه ډول راوځي چې غرب یې غواړي.
په اسلامي نړۍ کې د غرپ لپاره د غربي ډوله تعليمي نصاب او نظام د افاديت په اړه د امریکا یو مهم پالیسي جوړوونکی شخصیت (رابرټ سوتلوف) چې د امریکا د نویو محافظه کارانو (مسیحی افراطیانو) له ډلې څخه دی او د نږدې ختیځ لپاره د واشنګټن د ستراتیژیکو مطالعاتو د انسټیټیوټ پخواني مدیر دی چې د امریکا حکومت ته د اسلامي هېوادونو په اړه مشورې ورکوي او پالیسۍ جوړولو په چارو کې لارښوونه ورته کوي هغه په اسلامي نړۍ کې د غرب لپاره د غربي ډوله تعلیم د افاديت په اړه وایي:

په عربي او اسلامي نړۍ کې امریکایي تعلیمي ادارې یوازې د لوړې سویې تعلیمي ادرې ندي، بلکې هغه د عربي او اسلامي ټولنو د امریکایي کولو لپاره د امریکا د استراتیژیکې جګړې سرّي (پټ) لښکر دی).

د (رابرټ سوتلوف) دغه امریکایي پټ لښکر رښتیا هم ټوله اسلامي نړۍ له جګړې پرته د امریکا لپاره فتح کړه. ځکه چې دغه تعلیمي نظام د مسلمانانو له نويو نسلونو څخه د غرب داسې پيروان جوړ کړل چې په هرڅه کې په پټو سترګو دغرب پر لاره روان دي. او د همدې غربي مشاورينو تر څارنې لاندې چې د اسلامي هېوادونو د تعليم، لوړو زده کړو او نورو تعليمي او تربيوي مراکزو لپاره کوم نصابونه جوړ او تطبيق شول هغو د مسلمانانو له نویو نسلونو څخه حقیقي اسلام پټ کړ، او د هغه پر ځای یې داسې یو څه د اسلام په نامه ورته معرفي کړل چې هغه یا اصلاً اسلام ندی، او یا یو تحریف شوی، مسخ شوی او د غرب په خوښه برابر شوی اسلام دی.

غرب د مسلمانانو د تعلیمي نصابونو په بدلولو کې د روسانو په څېر له بیړې کار نه اخلي، بلکې د هغه انګریزي متل مطابق چې وایې : (کار په کراره کوه خو پداسې شکل چې تاثیر یې یقیني وي) په کراره او تدریج سره د مسلمانانو د تعلیم او تربیې نصابونه بدلوي.

غربي استعمارګرو هېوادونو د (یونسیکو) او نورو مؤسساتو په توسط د اسلامي هېوادونو په نصابونو او تعلیمي نظام کې څو اساسي تغیرونه راوستل چې ځینې یې په لاندې ډول دي:

۱- په مسلمانو هېوادونو کې د غربي ژبو او ادبياتو خپرول او بیا همدغه ژبې د تعلیم او سیاست ژبې ګرځول. غرب لدې لارې خپل ټول سیاسي، اجتماعي، اخلاقي او فلسفیانه مفاهیم او نظریات د مسلمانانو د نوي نسل مخې ته کېښودل، او نوی نسل یې ورباندی له اسلام، اسلامي تاریخ، اسلامي تمدن او اسلامي ټولنیزو ارزښتونو مصروف کړ، چې په نتیجه يې کي غربي فرهنګ او معلومات ورته اصل وګرځېدل، او اسلامي معلومات ورته داسې یو څه وګرځېدل چې د دوئ په اند په عملي ژوند او پرمختګ چندان نقش نه لري.

دانګلېسي ژبې د خپرولو او د پورته ياد شوي مقصد د ترسره کولو لپاره همدا اوس يواځې د کابل په ښار کې د انګلېسي ژبې د زده کړې (۱۱۰۰) مراکز په فعاليت بوخت دي چې په هره دوره کې په زرګونو شاګردانو ته غربي فرهنګ او انګرېزي ژبه ورزده کوي. او په همدغه تناسب په ولاياتو کې هم د دغې ژبې د زده کړې مراکز په کار اخته دي.

(د بي بي سي راډيو د ويبسايټ د هغه راپور له مخې چې د انګلېسي ژبې د نړيوالې ورځې په مناسبت يې په23 اپریل 2017 – 03 غویی 1396هـ ش تارِِیخ خپورکړ).

۲- په نصابونو کې د دیني او اسلامي ټولنیزو مضامینو اندازه لږ کړای شوه، او د هغو پر ځای رسم، هنر، غربي ډوله مدني او اجتماعي زده کړو او د غرب تاریخ او پرمختګونو ته ځای ورکړ شو.

۳- د ژبې او ادبیاتو کتابونه یې له دیني موادو او مفاهیمو خالي کړل، او دیني مفاهیم یې په بې کیفیته، بي روحه او بې واقعیته شکل یوازې د (دینیاتو) په کتابونو کې محدود کړل.

۴- له نصابونو څخه داسلام فتوحات، پر نړۍ د اسلامي تمدن احسانونه او د اسلام د مشاهیرو په هکله معلومات لیرې شول، او پر ځای یې د اروپا او امریکا تاریخ، د غرب لشکر کشۍ، د غرب مشاهیر، فیلسوفان، شاعران، مخترعین ، سیاسي مشران او پوځي افسران او په اسلامي نړۍ کې سيکولرې او غرب پلوې څېرې د مسلمانانو نویو نسلونو ته د (ماډل) په حیث معرفي شول.

د غرب دې ټولو تعلیمي هڅو اسلام په یوه نیمګړي، تحریف شوي او بېرته پاتې شکل نوي نسل ته تقدیم کړ، چې نتیجه يې له اسلام سره د نوي نسل په (بې رغبتۍ) او د غربي فلسفې د نظرياتو په منلو کې راووتله. او دا طبیعي خبره ده چې که يو څوک د یو څه په اړه بې رغبته وي نو ولې به له هغه څخه د دفاع په لار کې قربانۍ ته حاضرېږي؟ او يا به ولې د هغو غربيانو او يا روسانو پر لاره نه ځي دوئ يې په فکر او فلسفې روزل شوي دي.

(نوربيا)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x