افغانستان

زابل کې نفوذي پولیس خپل ۶ ملګري وژلي دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۷ غبرګولی، ۱۳۹۶): د زابل ولایت په شینکۍ ولسوالۍ کې د طالبانو نفوذي عامل خپل ۶ پولیس همکاران وژلي او د سیمي څخه په تېښته بریالی سوی دی.

پېښه تېره ورځ (شنبه ۶ غبرګولی) مازدیګر مهال د شینکۍ ولسوالۍ په سوري سیمه کې رامنځته سوي، نفوذي پولیس د ځان سره وسلې او مهمات هم طالبانو ته وړي دي.

د زابل ولایت امنیه قومندان غلام جیلاني فراهي د رسنیو سره په خبرو کې وویل چې په نفوذي برید کې ددوی ۶ تنه پولیس سرتیري وژل سوي او خپله برید کوونکی پولیس د سیمي څخه تښتیدلی دی.

طالبانو د برید پړه پر غاړه اخیستي.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ددوی یو تن نفوذي کس د سیوري ولسوالۍ د کوچني ښاره د کونډۍ په پوسته کې شپږ تنه پولیس د قومندان قاري په ګډون وژلي او نفوذي کس د یوه ثقیل ترڅنګ ددوی سره یوځای سوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x