raheem wardak

بې باوره سړي!

هسې خو د ډيموکراسي د سيکولريزم په دې تور تم کې هر چا پر مادياتو سترګې ټومبلې دي، مګر دغسې خلک چې بېخې يې له خدايه باور اوښتى دى او فکر کوي، چې که پيسه نه وه، نو ژوند مانا لري.
دغه خلک ځکه پر پيسه دومره تکيه کوي،چې په دې ګوډاګي رژيم کې د زکات سپېڅلى رکن  له نور اسلامي ارکان له منځه لاړ، نو وږيو خلکو داسې وانګېرله چې ورور له ورور سره هم مرسته نه کوي،ځکه خو دوى بايد که په هر څومره ذلالت وي دپيسو په بوجيو کېني.

دې ارمان ته درسېدو لپاره د کرزي بلواکه رژيم د امر باالمعروف او نهى عن المنکر مهمه فريضه لکه نور اسلا په ځمکه ومنډله، نو وږيو خلکو ته د پيسو په ګټلو کې کومه حدود او قيود هم نشته.
مګر په دې سربېره ځينې خلک دډېرو ناروا کارونو ترڅنګ هم يو لوى بدکار ته د پيسو ګټلو په خاطر لاس اچوي، د ټولټاکنو پر نامه د راتلونکي ډرامې يو تن ممثل عبدالرحيم وردګ بې بې سې ته په مرکه کې وويل،: که موږ تړون لاسليک نه کړو، نو اته ميليارده ډالره مو له خولې وځي.
دى ځکه د ډالرو ډېر غمخور دى، چې اصلاً هغه ارزښتونه چې د همدې ډالر خېلو له خوا د دوولس کلن ناورين په اوږدو کې ترې واخېستل شول، هيڅ ژمن نه دى، دى دهغو بلواکيو هم په کيسه کې نه دى، چې له  د افغانستان پلورنې د قبالې له لاسليک وروسته ورسره مخ کېږي.
د وردګ په څېر ډېرو نورو هم  دياد تړون د لاسليک لپاره خپلو بادرانو ته ځولۍ غوړولې چې په کرزي فشار راوړي او د غه سند لاسليک کړي، کنه د دوى هغه ارمانونه، چې ډېرو نورو کړي خو دوى لا تراوسه نه دي پوره کړي، همداسې به نيمګړي پاتې شي.
ځکه چې ممکن که تړون لاسليک نه شي نو داسې يو څوک به واکمن شي چې د امريکا د رحمت! سيورى به پر سر نه لري،او چې دغه سيورى د چا پر سر نه وي، ګمراه کېږي، ا و چې ګمراه شو، اسلامي قانون به پلي کړي او چې اسلاميت راغى،له موږ سره به حساب وشي او چې حساب وشي،موږ  ورته ځواب نه لرو، په نتېجه کې به مو لکه نجيب يو يو را وځړوي.
وردګ د لوږې له وېرې د تړون لاسليک غواړي، اشرف غني يې ځکه غواړي چې همدغه ښاغلى خو دهغوى پر معيار مفکر دى، نو ځکه ورته د دوى معيارونه خپل معيارونه ښکاري او د خپلو معيارونو خلک خو که سند لاسليک هم کړي، اقتصاد ته پکې تاوان نه رسېږي، چې د مفکر صيب يادتحليل هم د لوږې په وېره خلاصه کېداى شي.
عبدالله يې ځکه يې د لاسليک پلوى دى،چې همدا لاسليک کوونکي خو د دوى خپل خلک او د دوى پر مټو په کابل کې کېناستل.
همدارنګه نور د ټاکنو  د ډارمې ممثلين هم هر يو يوه ځانکړې اندېښنه او يو ځانګړى ارمان لري…
ځينې خو بيا لادا استدلال کوي، چې که ياد سند لاسليک نه شي، نو خپل منځي جګړې ته به سره ورمنډه کړو، چې دوى ځکه دغسې انګېرې چې دوى لاهم د شپېتمو کلو خوبونه ويني او دغسې اندېښنه لرونکي خلک ډېر د حزب اسلامي! د ډلګي لارويان دي، هغوى د ځان په اړه داسې انګېرلې چې موږ سپي يو ا و امريکايان سړي، نو که موسړي له منځه لرې شول، موږ سره خورو.
دوى د خپل اصليت په پېژندلو نه ملامتوم، خو ټول ملت او ياهم مجاهدينو ته په دغسې سترګه کتلو يې ملامت ګڼم. موږ پوره پر دې باوري يو، چې راتلونکې د اسلام دى، او د ا سلاميت دعوه له هغو سره ښايي چې پلچرخې، بګرام او ګوانتانامو يې له ملګرو ډک کړي دي، نه هغه چې لکه بې سره خره د لښتي دواړه غاړي خوري.
که څه هم حزبيانو د اربکيانو له زېږولو د زرداد خوبونه ويني چې پر مټ يې خپل لوى ارمان، ارګ، ته ځان ورسوي او مجاهدين له اربکيانو سره مصروف کړي.
نو د وردګ په شمول دې د غلامۍ د سند د لاسليک پلويان په خلاصو غوږو واوري:
که تړون لاسليک شي کنه، د حق مبارزه به جاري وي ځکه چې حق کله هم پر مادياتو دومره باور نه دى کړى، چې مبارزه يې ور ټکنىۍ کړي او حق بياد دې په کيسه کې هم نه دى چې زه وږى که يم مې په ګېډه پسې تېږي تړلې!!!

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د