شعـــــرونه

غزل/ اصف اقبال

اصف اقبال
د غم څپیړې دې په ملا راکړې
دغه دې ټولې بې ګناه راکړې

په انتظار انتظار ستړی شومه
څومره وعدې دې د بیګا راکړې

زما د زړه پیاله دې ماته کړله
ماتې هندارې دې اشنا راکړې

تانه بغیر به لیونی که مړ شم
دا اندیښنې دې په والله راکړې

پریشانه ذهن مې قرار نلري
څه خاطرې دې د جفا راکړې

زه به له هر څه نه درتیر شم ګلې
که ما اقبال ته دې دعا راکړې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x