دیني، سیرت او تاریخ

روژه په اسلام او ساینس کي (۳)

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر

د پېشلمي فضيلت:

۱۰: انس رضی الله عنه وایی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل چي پېشلمی کوی دا ځکه چي په پېشلمي کی برکت دی۔

(بخاری شریف، مسلم شریف ، مشکوة شریف)

۱۱: عمرو بن العاص رضی الله عنه وایی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمایل چي زموږ او د اهل کتابو تر مینځ توپیر پېشلمی دی۔

(مسلم شریف ، مشکوة شریف)

د روژې په ماتولو کی تلوار کول:

۱۲: سهل رضی الله عنه د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوی چي هغه و فرمایل: هر څومره چي خلک په روژه مات کی تلوار کوی په هغه اندازه ئې خیر دی۔

(بخاری شریف، مسلم شریف ، مشکوة شریف)

۱۳: حضرت ابوهریره رضی الله عنه روایت کوی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمایل چي په بندګانو کی و ماته تر ټولو محبوب هغه څوک دی چي تر ټولو ژر روژه مات کړی۔ (ترمذی، مشکوة شریف)

روژه مات په خرما او په اوبو سره:

۱۴: سلمان بن عامر رضی الله عنه وایی چي رسول الله صلی علیه وسلم و فرمایل کله چي یو څوک د روژې د ماتولو تکل وکړی نو په خرما سره دی روژه ماته کړی، دا ځکه چي د برکت سبب دی؛ که چيری خرما نه وه نو په اوبو سره دی ماته کړی دا ځکه چي دا پاکې ده۔

(ترمذی، مشکوة شریف)

د روژه مات ثواب:

۱۵: حضرت زید بن خالد رضی الله عنه روایت کوی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمایل: کوم څوک چي د روژه دار روژه مات برابر کړی یا د یوه مجاهد لپاره سامان برابر کړی نو هغه ته هم دومره ثواب ورکول کیږی۔ (بیهقی فی شعب الایمان، مشکوة شریف)

د روژې په حالت کی د ناوړو کارونو څخه ځان ژغورل:

۱۶: حضرت ابوهریره رضی الله عنه وایی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمایل کوم څوک چي په روژه کی ناروا خبرې کوی او دا عمل نه پرېږدی نو الله جل جلاله د هغه خوراک او څښاک پرېښودو ته کومه اړتیا نلری۔ (بخاری شریف، مشکوة شریف)

د روژې په حالت کی د ژبې ساتنه:

۱۷: له حضرت ابوهرېره رضی الله عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمایل : که په تاسو کی د یوه روژه وه نو نه دې بې حیا خبرې کوي، نه دی بې عقلي ښکاره کوي او که کوم یو پرده باندی په جاهلانه ډول سره راغی نو دی دي دا ځواب ورکړی چي نن زما روژه ده۔ (مصنف ابن ابی شیبه)

په روژه کی د غيبت بدوالی:

۱۸: حضرت انس رضی الله عنه وایی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: کوم څوک چي د خلکو غوښې خورئ (غیبت ئې کوی) د هغه روژه نشته۔ (مصنف ابن شیبه)

په روژه کی په هيره خوراک او څښاک:

۱۹: حضرت ابوهریره رضی الله عنه وایی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمایل: کوم کس چي په روژه کی په هیره سره خوراک او څښاک وکړی د هغه روژه نه ده ماته هغه دی خپله روژه پوره کړی دا ځکه چي الله تعالی ده ته خوراک او څښاک ورکړ۔

(بخاری شریف، مسلم شریف، مشکوة شریف)

په روژه کی مسواک وهل:

۲۰: حضرت عامر بن ربیعه رضی الله عنه وایی چې ما ډېر ځله رسول الله صلی الله علیه وسلم د روژې په حالت کی په مسواک وهلو لیدلی دی۔ (ترمذی، ابوداود، مشکوة شریف)

د روژې د مياشتې جبران نشی پوره کېدلای:

۲۱: حضرت ابوهریره رضی الله عنه روایت کوی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: کوم څوک چي د رمضان د میاشتې یوه روژه بېله عذره او ناروغۍ پرته و خوری په ټوله زمانه کی ئې جبران نشی اداء کولای۔ (ترمذی، ابوداود، مشکوة شریف)

نوربیا…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x