دیني، سیرت او تاریخ

د روژې فقهي مسائل (۳) – پر شلو رکعتو تراویحو – ۲۱ دلائل

عبدالغفار جُبیر

۱: نبی کریم صلی الله علیه وسلم په روژه کي شل رکعته او وتر اداء کړل. (مصنف ابن ابی شیبہ ۲/۳۹۴)

۲: رسول الله صلی الله علیه وسلم شل رکعته بیله جماعته او وتر اداء کوله . (بیہقی ۲/۴۹۶)

۳: رسول الله صلی الله علیه وسلم شل رکعته او درې وتر اداء کوله. (مجمع الزوائد ۳/۱۷۲)

۴: رسول الله صلی الله علیه وسلم شل رکعته او درې وتر اداء کوله. (کتاب الترغیب للرازی)

۵: رسول الله صلی الله علیه وسلم شل رکعته او او درې وتره اداء کوله. (کشف الغمہ ۲/۱۱۶)

۶: رسول الله صلی الله علیه وسلم شل رکعته او درې وتر اداء کوله. (معجم طبرانی کبیر۱۱/۳۹۳)

۷: حضرت عمر رضی الله عنه یو چاته حکم وکړ چي په روژه کي شل رکعته تراویح وکړی. (مصنف ابن ابی شیبہ ۲/۳۹۳، آثار السنن ص ۳۵۲)

۸: د حضرت عمر رضی الله عنه په وختونو کي د وترو سره ۲۳ رکعته اداء کیدل. (بیہقی ۲/۴۹۶)

۹: د حضرت عمر رضی الله عنه په وخت کي په روژه کي ۲۳ رکعته اداء کیدل. (موطا امام مالک ص ۹۸)
۱۰: دحضرت عمر رضی الله عنه په دور خلافت کي ۲۳ رکعته د وترو سره اداء کیدل. (آثار السنن ص ۲۵۳)

۱۱: د حضرت عمر رضی الله عنه د خلافت پر مهال ۲۳ رکعته د وترو سره اداء کیدل. (التمہید ۸/۱۱۵)

۱۲: د حضرت عمر رضی الله عنه د خلافت په وخت کي شل رکعته تراویح اداء کیدلې. (بیہقی ۲/۴۹۶)

۱۳: د حضرت عمر رضی الله عنه د خلافت پر مهال ۲۰ رکعته تراویح اداء کیدلې. (آثار السنن ص ۲۵۰)

۱۴: حضرت عمر رضی الله عنه یوه شخص ته دشلو رکعتونو د کولو حکم ورکړ. (بیہقی ۲/۴۹۶)

۱۵: حضرت علی کرم الله وجهه یوه شخص ته دشلو رکعتونو د تراویحو حکم ورکړ. (مصنف ابن ابی شیبہ ۲/۳۹۳)

۱۶: حضرت علی کرم الله وجهه یوه شخص ته دشلو رکعتونو د تراویحو حکم ورکړ. (عمدۃ القاری۱۱/۱۲۷)

۱۷: حضرت علی کرم الله وجهه شل رکعته تراویح او درې وتر اداء کول. (بیہقی ۲/۴۹۶)

 

۱۸: د حضرت عمر، حضرت عثمان او حضرت علی رضی الله عنهم اجمعین په وخت کي شل رکعته تراویح اداء کیدلې. (عمدۃ القاری ۷/۱۷۸)

۱۹: د حضرت عمر رضی الله عنه په وخت ابی ابن کعب شل رکعته تراویح ورکولې. (کنزالعمال ۸/۴۰۹)

۲۰: د حضرت عمر رضی الله عنه په وخت کي شل رکعته تراویح اداء کیدلې. (مرقات۳/۱۹۲)

۲۱: د اکثرو علماء عمل پر دې باندي دی لکه د دحضرت عمر، حضرت علی او نورو صحابه کرامو رضی الله عنهم چي شل رکعته تراویح یې کولې. (ترمذی ۱/۹۹)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x