عالم برزخ څه ته وایي؟!

احمد جنيد مبارز

عالم برزخ هغه ځای ته وایي چي کله انسان مړ سي، هغه په قبر کي ښخ کړي، او بیا تر قیامته پوري چي په کوم ځای کي وي هغه ته عالم برزخ وایي .

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي :
قبر یا د جنت د باغچو څخه یوه باغچه او یا د دوږخ له کندو څخه یوه کنده ده .
نکیر او منکیر هغه دوه ملکي دي چي له مړي څخه سوال او ځواب کوي
۱_ رب دي څوک دی ؟!
۲_ پیغمبر دي څوک دی ؟!
۳_ دین دي کوم یو دی ؟!
که انسان نېک عمله وي او یا که بدعمله وي، نوی ژوندون پیلوي .

حضرت علي رضي الله عنه فرمایي :
انسانان ټول په خوب کي دي، کله چي مړه سي تازه د خوب څخه ویښ سي .

الله تعالی دي مو ددې رمضان المبارک په خاطر وبخښي. امین یارب

لیکنه : احمدجنیدمبارز

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د