افغانستان

روزګان: د چارچینو په جګړه کې دولتي ځواکونو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۸ غبرګولی، ۱۳۹۶): د روزګان ولایت د چارچینو په ولسوالۍ کې د جګړو په ترڅ کې د ملي اردو نهه سرتیري او دوه پولیس وژل شوي دي او یو شمېر نور ټپيان شوي دي. بلخوا د طالبانو ویاند د خپل دوه سرتیرو د وژل کېدو او دوه نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی.

د روزګان ولایت د امنیه قومندانۍ چارواکو رسنیو ته د جګړو پخلی کړی او ویلي چې طالبانو وړمه شپه د چارچینو ولسوالۍ پر مرکز بریدونه پيل کړه او جګړه د تیرې ورځې تر ماځیګره وغځېدله چې په پایله کې یې یو شمېر پوستو سقوط وکړ.

د امنیه قومندانۍ د امنیت امر سمونوال عبدالقوي عمري رسنیو ته ویلي چې په جګړه کې دواړه غاړو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېره یې نه ده په ګوته کړې.

بلخوا یو شمېر باوري امنیتي سرچینو د ملي اردو د نهه تنو عسکرو او دوه پولیسو د وژل کېدو تایید کړی او زیاته کړې چې یو شمېر نور ټپيان شوي هم دي. دغه سرچینو د طالبانو د ولسوال د وژل کېدو خبر هم ورکړی.

خو د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي تېره ورځ رسنیو ته په لیږلي خبر کې ویلي چې د چارچینو په جګړه کې دوه پوستې ددوی تر ولکې لاندي راغلي او د جګړو په ترڅ کې ۸ عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې.

نوموړي ویلي چې په دغه جګړه کې دوه ټانګونه هم ویجاړ شوه او په کښي سپاره عسکرو ته مرګ ژوبله ورسیده، خو دقیق شمېر یې نه دی په ګوته کړی. د احمدي په وینا په جګړه کې دوه تنه طالبان ووژل شول او دوه نور ټپیان شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x