دیني، سیرت او تاریخ

ولي د اسلام پېغمبر صلى الله عليه وسلم په خرما د روژې د ماتولو حکم ورکړ؟‎

عبدالغفار جُبیر

یوه ملحد پر نبي کریم صلی الله علیه وسلم اعتراض او دهغه ځواب
ما په یوه ویب پاڼه کي دخرما پرازښت باندي لیکنه خپره کړېوه، چي خرما په قرآن کریم او احادیثو کي څومري ارزښت لري، نو یوه ملحد ورته لیکلی وه:

خرما دعربو یواځنی میوه وه داسلام پیغمبر غوښتل چي بازار ورته پیداکړي نو ځکه یې دخرما صفت کاوه.

ځواب: خرما یواځي دنبي کریم صلی الله علیه وسلم په وخت کي نه بلکې داد ۶۰۰۰ کلونو راهیسی انسانان ورڅخه استفاده کوي، نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمايي چي روژه تاسی په ابوماته کړی او په خرما یې ماته کړی، نو اوس اوبه صرف په جزیرة العربو کي وې او بل ځای نه وې؟ اوبه او خرمایې یو ځای ذکر کړیدي، په اوبو باندي شرمیدلې نو ځکه دي پر خرما باندی اعتراض وکی، اوهغه اوسني ساینسي څیړنې چي شویدی هغه ټولې غیرمسلمانانو پرکړیدي، چي تاسی لاندي لنکونه کتلای
شي:

Health Benefits of Dates – Promoting Heart, Brain, and Digestive Health

مایک باریټ لیکي: د۶۰۰۰ قبل المیلاد راهیسی دغه ښکلې میوه انسانان استعمالوي، دغه میوه داعصابو، هضمیې نظام، دزړه دصحت لپاره، دویني دفشار لپاره، دزړه دحملې لپاره، دحمل لپاره او داسی نورو ناوړو ناروغیو لپاره درملنه ده.

13 Proven Health Benefits of Dates

دپورتنیو ګټو څخه علاوه، خرما دقبض لپاره، دکم خونۍ لپاره، دمعدې دسر طان لپاره، دویټا منو دکمښت لپاره، اوسپنی، مس، مګنیزیم ا و نورو معدني موادو دکمښت لپاره، دهډوکو د ټینګوالی لپاره ، دبدن دغیر منظمتوب لپاره، دالرجي (حساسیت ) لپاره، دجنسی توان لپاره، دشپې دشب کُری لپاره، دنشې لپاره، داطراحیې نظام لپاره او داسی نور ناروغیو لپاره درملنه ده.

http://www.nutrition-and-you.com/dates.html

https://www.healthbenefitstimes.com/health-benefits-of-dates/

http://kaheel7.com/eng/index.php/health-a-medicine/78-healing-by-dates-

همداسی په زرهاوو کتابونه ورباندي لیکل شویدی چي خرما دانسان ژوند ده، دانسان صحت ده، داچي نبي کریم صلی الله علیه وسلم دخرما صفت کاوه دی الهي رالیږل شوی پیغمبر وو، نو ځکه دالله له لوري دی خبر وو چي په خرما کي دومري ګټيې نغښتي دي.

یادونه: دخرما دنورو ګټو لپاره تاسی کولای شي زما په فیسبوک پانه:

https://www.facebook.com/%D8%A7%D8%B3%D9%84%D8%A7%D9%85-%D8%A7%D9%88%D8%B3%D8%A7%DB%8C%D9%86%D8%B3-767026703339129/

درسره ګوری، دخرما په هغه اندازه ګټي دي چي که زر ټوکه کتاب ورباندي ولیکل شي ناشونې ده چي ټولې ګټې یې راغونډي
کړل شي.

همدغسی نبي کریم صلی الله علیه وسلم دعسلو، دزیتونو او داسی نورو ډیرو شیانو صفتونه کړیدي، ایا داټول دبازار دپیداکیدو لپاره وه، العیاذبالله،؟ نه هیڅکله نه، ایا دعسلو دګټو څخه یو څوک سترګی پټولای شی؟ نه هیڅکله نه. زه چي کله دملحدینو سوالونه لولم په شرمیږم، وماته هغه مبارک ایات راپه یاد شي چي الله پاک وايی چي تر حیواناتو لا برتر دی، هغه درک چي الله رب العزت وحیوان ته ورکړیدی دهغه څخه هغه حیوان کار اخلي خو ملحدین یې نه اخلي.

عبدالغفار جُبیر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x