ایا اوس همدغه وخت نه دی ؟!

احمد جنيد مبارز

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي :

چي د قیامت تر مخه به حَرَجْ وي!

یو چا وویل : حَرْج چشي دی؟!

رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل :

درواغ ویل او وژنه !

خلګو وویل : وژنه به تر دغه ډېره وي چي دغه اوس موږ کافران وژنو؟!

رسول علیه السلام وفرمایل : هغه وژنه داسي نه ده چي تاسي به کفار وژنۍ بلکه هغه وژنه داده چي تاسي مسلمانان به په خپل منځ کي یو تر بله سره وژنۍ، آن تر دې چي یو سړی به خپل همسایه وژني او خپل ورور به وژني او خپل اکا به وژني او خپل د اکا زوی به وژني .

صحابه کرامو وویل : سبحان الله !

او زموږ سره به دغه عقلونه راسره وي، چي دغه وژنه کوو؟!

رسول علیه السلام وفرمایل : یا ! بلکه د هغې زمانې د خلګو عقلونه کښل کیږي، ایسته کول کیږي، آن تر دې چي ستاسي څخه به هر یو دا ګمان کوي چي دی پر حق دی . [رواه احمد]

د نن ورځي حالاتو ته وګورئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د