افغانستان

کابل: د تښتول شوي معصومي انجلۍ جسد له کثافتدانۍ څخه راووتی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۸ غبرګولی، ۱۳۹۶): څلور ورځې وړاندي په پلازمینه کابل کې یوه معصومه انجلۍ د اختطافګرو له لوري تښتول شوې وه، جسد یې تېره ورځ په یوه بورۍ کې بند د یوې کثافتدانۍ څخه راووتی.

د تفصیلاتو سره سم دغه معصومه انجلۍ چې عمر یې څلور کاله وو، مروه نومېده، څلور ورځې وړاندې له خپله کوره نادرکه شوې وه، خو تېره ورځ یې جسد د کابل په ارزان قیمت سیمه کې د ښاوروالۍ په کثافتدانۍ کې په داسي حالت کې وموندل شو چې په یوه بورۍ کې اچول شوی وو.

د اختطاف وروسته پر یوه اعلان باندي چې مروه انځور او تلیفون شمېرې هم باندي وي، لیکل شوي وه:
مروه د امان الله لور څلور کلنه، د پنجشنبې په ورځ (غبرګولی ۴) د احمد شاه بابا مینې د شپږم بلاک د شپږمې کوڅې څخه بې درکه شوې ده.

باید وویل شي چې په پلازمینه کابل کې انسان تښتونه، غلاوي، رشوت، اداري فساد او جرمونه خپل اوج ته رسیدلي، چې له امله یې د عامو وګړو لپاره په ښار کې ژوند انتهايي سخت کړی دی.

په پارلمان کې د کابل استازي رمضان بشردوست د کابل د بې امنیتي په اړه په وروستی مرکه کې وویل چې اوسیدونکي د ماښام لمانځه وروسته د غلو او انسان تښتوونکو له ویرې له کورونو څخه نه شي راوتلی او په ښار کې یوازي هغه څوک د امنیت احساس کوي چې وسلوالې ملیشې او ساتونکي لري او پر هغه سربېره یې پر کورونو باندي سیمټې لوی لوی دیوالونه را تاو دي. او زیاته یې کړه که چیري د بهرنیانو ملاتړ او ساتنه نه وي، کابل دې ته اړتیا نه لري چې د طالبانو پر لاس سقوط وکړي، بلکې غله او مجرمین به یې له مخکې لا چور او دسقوط سره مخ کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x