نظــر

په روژه کې اوربند د هر لوري غوښتنه، خو عملي کیږي به څرنګه؟

عبدالرحمن فداء

د روژې د مبارکي میاشتې را نوي کېدو سره سم د هیواد په مختلفو برخو کې جګړو زور اخیستی او تر ډېره په دغه بریدونو کې دولتي اړخ ته تلفات اوښتي دي.

د کندهار په شاولیکوټ کې د طالبانو په بریدونو کې تر ۶۰ زیات عسکر ووژل شول، همداسي په میوند ولسوالي کې تر ۱۳ تنه زیات عسکر ووژل شول او په لسګونو نور ټپیان شول.

په زابل ولایت کې یوه نفوذي عسکر خپل پنځه ملګري ووژل، په خوست ولایت کې د طالبانو له لوري د کمپاین پر عسکرو سرتیری برید وشو چې په پایله کې د احتمالي ملکیانو په ګډون ۱۸ تنه ووژل شول، خو طالبان د ملکیانو د وژل کېدو ادعا ردوي او خپله دولتي رسنیو د کمپاین پر سرتیرو د چاودنې پخلی کړی دی. دغه سرتیري عموما د شخصي موټر څخه په استفادې نقل او حرکت کوي او د امریکا د سي آی ای استخباراتي اداره یې روزنه او د عملیاتو لپاره کاروي.

بل اړخ ته دفاع وزارت تېره ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل چې په تیرو څلور ویشتو ساعتونو کې يې د ۴ داعشیانو په ګډون ۵۰ تنه طالبان وژلي دي او ۲۱ تنه یې نور ټپیان کړي دي.

د خبرپاڼې سره سم دغه عملیات په ننګرهار، لغمان، کاپیسا، پکتیا، پکتیکا، خوست، غزني، کندهار، روزګان، بادغیس، هرات، کندز، فاریاب، بغلان، بدخشان او هلمند کې تر سره شوي دي.

دفاع وزارت وړمه ورځ هم د ۵۳ تنو د وژل کېدو ادعا وکړه چې په هغو کې دوه تنه داعش ته منسوب او نور ټول طالبان یاد شوي دي او همداسي د ۱۹ تنو د وژل کېدو خبر ورکړه شوی دی.

همداراز تېره ورځ د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړ چې په غزني ولایت کې لس تنه طالبان په یوه هوايي برید کې وژل شوي دي او په نادعلي ولسوالۍ کې ددوی پر یو زندان چاپه اچول شوې.

ورته خبرونه ډېر رسنیو را نقل کړي او هر لوري د لسګونو مخالفینو د وژل کېدو خبرونه ورکړي دي.

خو د تل په شان دا ځل چې روژه را نوې شوه، ورسره د اوربند خبرې را پورته شوې او د کابل چارواکو د طالبانو څخه د عملیاتو درولو او اوربند د غوښتنې چیغې پورته کړې.

د ملګرو ملتونو د یوناما مشر یاماماتو هم په افغانستان کې د ښکیلو اړخونو څخه د روژې مبارکې میاشتې په احترام د عملیاتو درولو غوښتنه وکړه.

د سولې د عالي شورا هم د روژې میاشتې په مناسبت د وسلوالو مخالفینو څخه وغوښتل چې نور دې جګړه بس کړي او د سولې له پروسې سره دي یو ځای شي.

د امریکا ولسمشر ټرمپ هم د روژې میاشت د امن میاشت وبلله خو خپله یې په هغه روژه ماتې کې ګډون ونه کړ چې هر کال په سپینه ماڼۍ کې د مسلمانانو سره د دغه میاشتي د احترام په مناسبت جوړیږي.

دا ښه خبره ده چې په افغانستان کې جګړه ودریږي او لا ښه ده چې د روژې په مبارکه میاشت کې ددغه اوربند پیل وشي خو فکر نه کوم، دا به ممکن وي او یا دي داسي یو وړاندیز په نیژدې راتلونکې کې عملي شي.

د امریکایانو بمبار میاشت په میاشت د تیرو وختونو ریکارډونه ماتوي او په ورته وخت کې د نورو عسکرو پر رالېږلو غور کوي، د طالبانو د ماتې او وژلو لپاره پلانونه په کار اچوي، ناټو د اضافي عسکرو لیږلو لپاره امادګي ښودلې او ټاکل شوې چې په یوه میاشت (روژې میاشت) کې به ټوله پلانونه نهایی کیږي او پرېکړه به کیږي چې کوم هیواد باید څومره نور عسکر ولیږي او چیرته یې په دندو وګماري.

په همدې روژه مبارکه میاشت کې د دولتي ځواکونو له لوري د هیواد په ګوټ ګوټ کې د طالبانو پر ضد عملیات روان دي او هغوی په خپلو ساحو کې پر کراره نه پریږدي.

په داسي یو صورت کې به اوربند څرنګه ممکن شي؟

زما په ګمان که دولتي او امنیتي چارواکي د اوربند په غوښتنه کې صادق وي، نو لومړی دي خپله د طالبانو پر سیمو عملیات ودروي او اعلان دي وکړي چې د روژې میاشتې په مناسبت د طالبانو سره اوربند غواړو، خو دوی داسي نه کوي، بلکې د طالبانو څخه د اوربند غوښتنه کوي او خپله نوي نوي عملیات پلانوي چې په ترڅ کې مقابل اړخ په ځینو برخو کې د ځان څخه د دفاع په خاطر جګړه کوي او په ځینو نورو برخو کې وار دمخه کوي.

اوربند کله ممکن دی؟

که څه هم د اوربند موضوع کیدای سي ډېره پیچلې او زما تر وسه لوړه خبره وي چې دلته یې ولیکم، خو فکر کوم د اوربند یو شمېر اساسي شرطونو به په لاندې ډول وي:

۱- دواړه اړخونه باید اراده ولري

داسي کله هم ممکنه نه ده چې یو اړخ دي عملیات کوي او له بله اړخه دي د اوربند غوښتنه کیږي. یو اړخ دي د جګړو پلانونه او اضافي عسکرو پر را لیږلو غور کوي او بل اړخ څخه دي غوښتنه کیږي چې د حلالېدو لپاره ځان اماده کړئ او مونږ خپل کار ته پرېږدئ چې چاړه درته ښه تېره کړو.

۲- ښکېل اړخونه باید د خپلې ارادې مالکان وي

اقلا تر اوسه افغانانو ته دا څرګنده نه ده چې د هیواد اصل واکمنان څوک دي، د جګړې حالت دی، واک د هغه چلیږي چې زور او پیسه لري، د افغانستان اوسنی حکومت د امریکا په زور او ډالرو جوړ شوی او د هغوی په زور او ډالرو چلیږي، د امریکایانو او غربیانو په اعتراف که همدا اوس ډالر او د بهرنیانو هوايي/ځمکنی ځواک له افغانستان څخه ووزي، حکومت د خپل بقا لپاره هیڅ نه لري، لوموړی خو به په خپلو کې سره ووژني او بیا به یې طالبان او یا ورته کوم بل ولسي ځواک له منځه وړي.

۳- د نفوذ ساحې باید معلومې او پرې اعتراف وسي

د ملګرو ملتونو او نړیوالو ادارو د راپورونو سره سم طالبان اقلا پر څلویښت سلنه ولس باندي واکمن دي او په همدومره کچه ځمکه باندي کنټرول لري، که چیري د اوربند خبره مطرح کیږي، نو باید لومړی دولت په هغو سیمو باندي رسما اعتراف وکړي چې د طالبانو ساحې دي او په ورته وخت کې طالبان باید ومني چې په اوس وخت کې ورته ښارونه نیول ممکن نه دي، باید ومني چې د ولایت مرکزونه او لوی ښارونه د دولت د نفوذ ساحې دي.

زه فکر کوم که چیري دواړه اړخونه په دغه خبره باندي ځانته قناعت ورکړي، او جګړه د یوه او بل ساحو ته دننه انتقال نه کړي، ډېره به ممکنه وي چې اوربند ته لاره پرانیستل شي.

۴- د اوربند د څارلو لپاره باید بې پرې او عادل منځګړی موجود وي

په داسي وخت کې چې ټوله نړیوال حکومتونه (مسلمان او غیر مسلمان) د طالبانو پر ضد یوه خوله دي او هغوی ته د «تروریست» نوم ورکوي او په وړاندي يې د زر رنګه وسایلو او چالاکیو څخه استفاده کوي، څرنګه او په کوم تضمین به طالبان اوربند ته غاړه کښيږدي؟

۵- اوربند په تبلیغاتو نه کیږي

که څه هم طالبانو تر اوسه د اوربند خبره نه ده کړې او حالاتو ته په کتو داسي ښکاري هم نه، خو مقابل اړخ چې په هره روژه او هر اختر کې د اوربند غوښتنه کوي، باید دغه غوښتنه کې صادقانه واوسي او تبلیغاتي استفاده ځیني ونه کړي.

د سولې شورا، د علماوو شورا، ولسمشر، یوناما او نور جګپوړي چارواکي ښه پوهیږي چې طالبان او یا بل هر اړخ د اوربند او سولې لپاره په داسي شرایطو کې هیڅ کله نه اماده کیږي چې د هغوی د نیست او نابودۍ لپاره یې په بل اړخ کې عملیات او تبلیغات روان کړي وي، خو بیا هم دغه مکرره غوښتنه حتما کوي، چې له ورایه یې تبلیغاتي اړخ څرګندیږي او د دغه غوښتنو یوازینی مقصد د افغانستان ولس غولول او ځان بري بلل دي.

خاتمه:

په پای کې باید ووایو چې په لومړي قدم کې د اوربند لپاره مذاکرات ډېر ضروري دی. بیا کله چې دا یو فرهنګ جوړ شو او دواړه لوري یو توافق ته ورسیدل، نو شونې ده چې هر کال د یوې اعلامیې په خپرولو سره په روژه کې اوربند عملي شي.

که واقعا د اوربند اراده موجوده وي نو باید په دې موضوع د روژې میاشتې نه یو یا دوه میاشتې مخکې خبرې پیل شوي وای.

اوربند د یوې جګړې تر ټولو پیچلې موضوع ده، حتی کله ناکله د یوې ډلې د پاشل کیدو او ژورو اختلافاتو باعث ګرځي، نو که مخکې له مخکې (هوم ورک) یا تیاری ورته نه وي نیول شوی نور مشکلات راپیدا کوي.

اوربند هغه وخت ډیر مؤثره تمامیدی شي کله چې مقابل لوري په دې پوه شي چې روان حالت د دواړو په زیان دی. لاکن که مقابل لوری د یو بل د ماتولو په فکر کې وي او په دې یې پوره یقین وي چې دوی بریالی دي؛ اوربند نه شي کیدای.

د اوربند لپاره ریښتینې اراده ضروری ده. اوربند باید د خپل ځان د لا اکمالولو، په مهمو نقاطو کې د خپلو قواوو د ځای په ځای کولو، د خپلو محاصره عسکرو د ژغورلو او یا یوازې د ولس د خواخوږۍ تر لاسه کولو لپاره استعمال نه شي، بلکې هدف باید واقعي سوله او د وینې تويیدنې مخنیوی وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد اڅګزۍ

دروژی احترام خودمسلمانانوسره دۍ:-کمونسټان اولادینه کافران دروژی څه پروا لری اوس چه حکومت مفلس سواومخ پرنا کا مۍ روان دۍ دکفارود کومک په انتظاردۍ داوربند ناری وهی آیادافغانستان ملت دکفارو تسلط پر خپل ملت قبلوی؟ آیادغه موجوده حکومت روژی نسی اولمنځونه کوی؟ دخلکوسیا سری اوماشمان لکه حیوانان دنفسی غریضود دپاره تښتوی تراوسه یی یوتښتوونکۍ محاکمه کۍ؟فرمسلمانانو د دۍ ظالمانو په مقابل کی جهاد فرض سوۍ دی مسلمانان باید دی ظالمانوته موقع ورنکړی چه دخپلوبادارانومرستی ترلاسه کی دناپوه عسکرو مرالونه یی ضعیف سوی دی که مسلمانانوموقع ورکړی بیاډیروخت پر پښودریږی.په احترام عبدالواحد اڅګزۍ

غوربندی

ښاغلی عبدالرحمن صاحب

ډېره پر وخت او پر ځای لیکنه مو کړې.

د کابل مفسده اداره او خرمست باداران یې د اوربند، سولې، اړ داسې نورو مفاهیمو باندې یوازې تمسخر او استهزا کوي.

اوربند لومړی هغه لوری کوي چې تیری یې کړی او تیري کوونکي یادیژي.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x