افغانستان

طالبان: جهاد مقدسه فریضه ده، په روژه کې لا ثواب لري

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۸ غبرګولی، ۱۳۹۶): د طالبانو پر وېبپاڼه الاماره کې په یوه نشر شوې لیکنه کې ویل شوي چې طالبان د کوم سیاسي امتیاز په لټه کې دومره سترې قربانۍ نه ورکوي، بلکې د یوې مقدسې فریضې او دیني مکلفیت پر اساس د بهرني اشغال او د هغوی د جواسیسو او همکارانو پر خلاف جهاد کوي، چې په وینا یې تر بلې هرې میاشتې په روژه میاشت کې ډېر اجرونه او ثواب لري.

په لیکنه کې د بدر غزا او د مکې په فتحې استدلال شوی چې په روژه میاشت کې تر سره شوي.

طالبان پر خپل وېب پاڼه د «ورځې خبره» تر سرلیک لاندي د روژې میاشت بختوره بللې او زیاته کړې: «د کابل مزدور رژیم او حامیان یې باید پوه شي چې اسلامي امارت د یوې مقدسې فریضې او دیني مکلفيت له مخې د اشغالګرو او د هغوی د جواسیسو او همکارانو په خلاف جهاد او مبارزه پر مخ بیايي او د الله تعالی د لارې غازیان او مجاهدین په دې خبره ټینګه عقیده او پوخ باور لري چې تر نورو میاشتو زیات به الله تعالی د دوی د جهادي هڅو او فداکاریو اجرونه او بدلي ورکوي.».

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې ولسمشر اشرف غني، د سولې عالي شورا، د ملګرو ملتونو د یوناما اداره او ګڼ شمېر نور جګپوړو چارواکو پر طالبانو غږ کړی چې د دولت پر ضد له وسلوالي مبارزې څخه لاس واخلي او د سولې خبرو له لارې د دولت سره یو ځای شي.

باید وویل شي چې دغه غوښتنه په داسي وخت کي کیږي چې د امریکا په شمول د ناټو هیوادونه افغانستان ته د اضافي عسکرو پر رالیږلو غور کوي او د هیواد په سرتاسري کې د دولتي ځواکونو له لوري د طالبانو پر سیمو بمبارۍ او عملیات روان دي.

طالبانو پر خپل وېب پاڼه لیکلي چې دغه جګړه د سیاسي امتیاز په خاطر نه کوي بلکې هیواد یې اشغال دی، او د اشغالګرو په وړاندي مقدسه جګړه کوي. او زیاته کړې یې ده، چې دوی به جګړه تر هغو کوي تر څو چې شریعت ورته جواز او امر ورکړی.
«اسلامي امارت به یوه شیبه هم هغه معرکه او مبارزه اوږده او جاري ونه ساتي چې مطهره شریعت یې د ترسره کولو حکم او فرمان ورنکړي، که هغه په روژه کې وي او یا په نورو مياشتو کې.».

د ورځې په خبره کې وړاندي ویل شوي چي اشرف غني که په روژه میاشت کې د اوربند په غوښتنه کې صادق وي نو ولي د « یرغلګرو او وحشي امریکایانو څخه مطالبه نه کوي، چې لږ تر لږه دې د روژي په میاشت د هوایي ناترسه بمباريو او ډرون بریدونو لړۍ ودروي؟».

په لیکنه کې ویل شوي چې امریکا او «لاسپوڅي» یې اسلام او روژې ته ژمنتیا نه لري، بلکې د عامه ذهنیت د اغفال لپاره منفي او زهر لړلې تبلیغات په کار اچوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبداللہ اسد

دعامو خلکو وژل ھیس کلہ ھم جھاد نہ دی بلکی سترہ گناہ دہ

نا پيژاند

او دكفر دبادارانو عين ثواب

سیف

دعامو خلگو وژونکی امریکایان اودهغوی غلامان دی حسده ته خو مسلمان او کافر نه پژنی وسلام

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x