افغانستان

اسټرالیا د ناټو په غوښتنه ۳۰ اضافي عسکر افغانستان ته لیږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۸ غبرګولی، ۱۳۹۶): د اسټرالیا دفاع وزیري نن اعلان وکړ چې د ناټو په غوښتنه به افغانستان ته ۳۰ اضافي عسکر ولیږي.

دفاع وزیري ماریس پاینې «Marise Payne» نن د اسټرالیا په سنا مجلس کې دغه اعلان وکړ او وې ویل چې د ناټو په غوښتنه یې دغه پرېکړه کړې.

اسټرالیا اوس مهال هم په افغانستان کې خواوشا ۲۷۰ عسکر لري چې اکثره یې په پلازمینه کابل کې مېشت دي او د دفاع وزیري په وینا اوس به ددوی ځواکونو شمېر ۳۰۰ عسکرو ته پورته شي.

باید وویل شي چې په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو مشر جنرال جون نیکولسن د روان کال په فروري میاشت کې د افغانستان جګړه د بندوبست سره مخ بللې وه او د اضافي ځواکونو غوښتنه یې کړې وه تر څو د جګړې په لیکو کې افغان ځواکونو ته روزنه او مشوره ورکړي او پر طالبانو باندي نظامي فشار زیات کړي.

د ناټو په تېره سرمشریزي غونډه کې د ناټو هیوادونو افغانستان ته د اضافي عسکرو لیږلو پرېکړه تایید کړه او مشر یې وویل چې په راتلونکې یوه میاشت کې به دغه پرېکړه نهايي او عمل ته اماده شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
افغان

د کابل غلامی ، ناوړه او فاسدی اداری ته دیرش عسکر هم لویه خبره ده ، یوه ګړی عمر که یی زیات شی هم لویه خبره ده په یو ساعت کی دوی دیری ډالری تر لاسه کولی شی او هغه ډالری چه مخکی له مخکی یی ګټلی د هغو دیدن به بیا او بیا وکړی

الحاج استاذ بیانزی

استرالیا ۳۰ او نیوزیلیند دوه عسکر افغانستان ته لیږل د کابل په غلامه ، ناوړه او فاسده اداره توهین او یا د اشغالګرو ملاوو د ماتولو په معنی ده ، وایی [ څه لرم چه د خدای په نامه یی ورکړی ] هغوی نور څه نه لری ، افغانستان کی په هر عسکر کلنی یو منیلون ډالر خرڅ لری ۳۰ عسکر دیرش میلونو ته اړه لری که دغه سلو کسو ته ورسیږی نو سل میلونو ډالرو اړتیا ده له کومه یی کړی او که یی په کوم ډول راپیدا هم کړی ، دا هم ورته اوس مهمه ده چه دغه… نور لوستل »

دوکتور غروال

داچی خپل غیرتی پلاروروسته عاق کړۍ ئي نو هغه ډیر ښه پیژندی چی د شوروی اتحاد کمونستانو غلامانو په شان د امریکا او د امریکا ملاتړو غلام ئي او په بی شرمانه قدمونو سره د افغانستان په خاوره کښي د ظالمو قاتلو استرالیا ( انګلیس + استالیا بیرغونو لاندی ) عسکرو ګارد ته دی لوځکی په شان وړاندی کړۍ شوۍ ئي ، لعنت دوی پداسی بی همته او بی غیرته افغان !!!!

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x