ورزش

مشعل: د پاکستان سره لوبې د افغانستان په ګټه دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۹ غبرګولی، ۱۳۹۶): د افغانستان د کرکیټ بورډ مشر عاطف مشعل نن په کابل کې یوې خبرې ناستې ته وویل چې د کرکیټ نړیوالې شورا پوره غړیتوب لرونکي هیواد پاکستان سره لوبې د افغانستان د کرکیټ په ګټه دي. او د پاکستان سره د لوبې نه کولو غوښتنه یې افراط او سخت دریځي وبلله چې د افغانستان په ګټه نه ده.

نوموړي دغه خبرې وروسته تر هغه وکړې چې د کرکیټ مینه والو د کرکیټ بورډ څخه غوښتنه وکړه تر څو د پاکستان سره ټاکل شوي دوستانه لوبې لغوه کړي.

عاطف مشعل په دې وروستیو کې پاکستان ته سفر کړی وو او هلته یې د کرکیټ بورډ د مشر شهریار خان سره کتلې وه او د دواړو هیوادونو د کرکیټ بورډونو تر منځ د تفاهم پر اساس ټاکل شوې چې یو له بل سره به د ملې لوبډلې په کچه دوه شل اوریزې لوبې کوي چې په هغه کې به د پاکستان لوبډله لومړی کابل ته راځي او بیا به د افغانستان لوبډله لاهور ته ځي.

مشعل وویل چې پاکستان یو ګاونډی هیواد دی مونږ نه سو کولای چې خپله جغرافیه بدله کړو، ځکه به نو د ولسونو تر منځ د یو رابط په توګه د ورزش لاره پرانیستلې پرېږدو او سیاست به د ورزش څخه لیري ساتو.

باید وویل شي چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د الف لوبډلو او نولس کلنۍ ډلو تر منځ هم لوبې تر سره کیږي خو تر اوسه یې دقیق وخت نه دی ټاکل شوی.

که چیري دغه لوبې تر سره شي او د پاکستان لوبډله کابل ته راشي، دا به لومړی ځل وي چې یو پوره غړیتوب لرونکی هیواد افغانستان ته راځي.
مشعل وویل چې افغانان میلمه پال ولس دی، په ښه توګه به د پاکستانۍ لوبډلې مېلمه پالنه وکړي.

نوموړي وویل داچي د پاکستان ملي لوبډلې لوبغاړي د افغانستان په شپږیږ لیګ کې لوبې کوي، د افغانستان د کرکیټ پر قوت او اهمیت دلالت کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x