fbpx

پيښور کې د حکمتیار پخوانی سکرتر او قومندان وژل شوی دی

 نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۹ غبرګولی، ۱۳۹۶): د حزب اسلامي پخوانی قومندان او د ګلبدین حکمتیار سکرتر نن سهار وختي په پېښور کې د نامعلومو وسلوالو له لوري وژل شوی دی.
 
د حزب اسلامي ویاند نادر افغان رسنیو ته ویلي چې حاجي فرید نن سهار د لمانځه څخه کور ته د ګرځېدو پر مهال د نامعلومو وسلوالو له لوري په نښه او وژل شوی دی.
 
حاجي فرید د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار د مشر زوی خسر هم دی.
 
که څه هم ګلبدین حکمتیار د افغان حکومت سره د سولې تړون وروسته کابل ته ستون شوی خو اوس یې هم د ګوند غړي او پخواني مسؤولین په پاکستان کې ژوند کوي.
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د