افغانستان

د غزني او وردګو په غرنۍ سېمه کې یوه لویه اکمالاتي الوتکه را نسکوره شوې

نن ټکی آسیا: له میدان وردګو ولایت څخه ترلاسه شوی خبر کاږي، چې تېره شپه د دې ولایت په دایمېردادو ولسوالۍ کې په یوه لیرې او د غزني له ناور سره په سرحد کې پرته غرنۍ سېمه کې یوه لویه اکمالاتي الوتکه را غورځېدلې.

په کابل کې د ایساف مطبوعاتي دفتر ومنله ، چې دوی ته د یوې الوتکې د لوېدلو راپور رسېدلی دی. همداراز د میدان وردګو د والي ویاند عطاء الله خوګیاڼي هم د الوتکې د لوېدو پخلی کړی دی، خو د نورو جزیاتو له ورکولو یې ډډه کړې ده.
د دایمېردادو ولسوال دین محمد حقبین پژواک خبري اژانس ته ویلي، چې یوه لویه څلور ماشینه الوتکه د ولسوالۍ له مرکز څخه په ۱۵ کیلومتره لرې سویل لوېدیځ لور ته د غزني له ناور ولسوالۍ سره په سرحد کې را لوېدلې ده.
د سیمې اوسیدونکو ویلي، چې په الوتکه کې سپرو څو کسانو په پراشوټ کې له الوتکې څخه ځانونه را غورځولي دي.
طالبانو د یادې الوتکې د لوېدلو په باب تر دې دمه، کوم غبرګون نه دی ښودلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x