افغانستان

روزګان: د اردو او پولیسو خپلمنځي جګړه کې لس عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۹ غبرګولی، ۱۳۹۶): د روزګان ولایت چورې ولسوالي کې د ملي اردو د عسکرو او پولیسو تر منځ په نښته کې ۶ تنه وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي.

د روزګان د ولایتي شورا مرستیال رسنیو ته دغه خبر تایید کړې او ویلي یې دي ، تېره ورځ د روژه ماتې تر مخه په بازار کې د موټر د ځغلولو پر سره ددواړو لوریو تر منځ شخړه را منځته شوه چې په وسلواله نښته بدله شوه او په پایله کې د ملي اردو یو او د پولیسو دوه عسکر ووژل شول، دوه یې نور ټپيان شول.

یو شمېر نورو سرچینو رسنیو ته ویلي چې په جګړه کې د ملي اردو ۳ عسکر وژل شوي او دوه یې ټپيان شوي دي او په ورته توګه د پولیسو هم درې عسکر مړه او ۲ یې ټپيان دي.

د ولایتي شورا مرستیال ویلي چې د پيښې وروسته ټپيان په بیړنۍ توګه روغتون ته ورسول شول خو د هغوی د روغتیا په اړه یې نور معلومات نه دي ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x