
ولایتونه ولي د سقوط له ګواښ سره مخ دي؟!
نن ټکی آسیا ـ سرلیکنه
په مشرانو جرګې کې د سرپل ولایت یو شمیر استازي وايي که دولت یاد ولایت ته توجه ونه کړي ژر دی چې یاد ولایت به د طالبانو په لاس سقوط وکړي .
محمد عظیم قویاش د یکشنبې په ورځ د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کې د سرپل ولایت وضعیت کړکیچن وباله او او خبر داری یې ورکړ چې که په عاجله توګه د نوموړي ولایت امنیتي وضعیت ته پام ونشي سرپل به خامخا د طالبانو لاس ته لویږي.
د محمد عظیم د څرګندونو پر اساس طالبان دورځې لخوا د سر پل ښار په پنځه کلومتري او د شپې مهال د ولایت د مقام په ۲۰۰ متري کې پر امنیتي ځواکونو بریدونه کوي او د ښاریانو ژوند ګواښي.
د سرپل ولایت د استازو اندیښنه د سر پل والي هم په خپلې ځانګړې کتنې کې له ولسمشر غني سره شریکه کړې او دا یې تري غوښتي چې سرپل ولایت ته جدي پاملرنه وکړي.
اوس پوښتنه دا ده چې د دولت ترڅنګ د ۳۹ بهرنیو هیوادونو او د ناټو د قاطع ماموریت فعال شتون او همدا راز له کابل سره د واشنګټن د امنیتي تړون لاسلیکول د څه درد دوا دي چې د ولایتونو والیان او ولسي استازي په خپله د ولایتونو د مراکزو د سقوط ناري سوري وهي؟
د روان کال د غوايي د میاشتې له پیله له بلخ ولایته نیولې تر غزني، زابل، هلمند ، روزګان ، کندهار او خوست پوري د امنیتي ځواکونو پوځي مراکز د هغوي لپاره په مسلخونو بدل شوي چې هره ورځ ورکي په سلګونو سرتیري د طالبانو په هجومي بریدونو کې وژل کیږي او یا ژوندي نیول کیږي، دولتي چارواکي له دې پرته چې د هغوی د وژنې شمیرې له رسنیو سره شریکې کړي بل هیڅ توان نه لري.
هیڅ څوک نشته چې له چارواکو څخه د دومره زیات شمیر امنیتي سرتیرو د مکررې مرګ ژوبلې په اړه پوښتنه وکړي او هغوی د خپلو مکررو اشتباهاتو له وجې مجازات کړي.
خیر ده که په دې وژل شویو عسکرو کې د ولسمشر غني، ډاکټر عبدالله ، د کابینې او ملي شوری د غړیو اولادونه نشته ، کم ترکمه هغوی خو هم د دې خاوري بچیان او د دې نظام په دفاع کې سرونه ورکړي.
ولي د هغوی له ژوند سره دومره بي پروايي وشي چې په یوه اونۍ کې یې په مکررو او ورته پیښو کې د قربانیانو شمیره تر سلګونو واوښتله خو نه ولسمشر نه دفاع وزیر او نه هم کوم بل لوړ پوړی چارواکې د هغوي د تلفاتو د مخنیوي په اړه ځان خبر کړ؟
ایا دا په خپل لاس د خپل ځان د مرګ پریکړه نه ده چې په زابل کې په لسګونو سرتیري د دولت په دفاع کې وژل کیږي خو په کندهار کې میشت دولتي ځواکونه د هغوئ په مرګ ژوبلې ځان هم نه خبروي؟
که دولت د خپلو امنیتي ځواکونو د تحفظ او خوندیتوب توان له لاسه ورکړی همدا ځواکونه دې خپله د خپل برخلیک په اړه پریکړه وکړي او هغه لاره دې غوره کړي کومه چې کم ترکمه د دوئ ژوند له بي ځایه وژل کیدو څخه ژغورلای شي.