د نن سرلیکنه

باید د ولسې مرګ ژوبلې په اړه د ملګروملتونو موقف مسؤلانه وي -سرمقاله

د تیرې شنبې په ورځ په کابل کې د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان په خپل نشر کړي راپور کې خبر ورکړ چې په ۲۰۱۳ میلادي کال کې په افغانستان کې دولسي وګړو په وژنه کې ۱۴٪ زیاتوالی راغلی او د دغه زیاتولې ‌ډیرمسؤلیت د دولت مخالفینوته متوجه دی .

په افغانستان باندې دبهرنیو ځواکونو تر یرغل وروسته د جګړې د ښکیلو لوریو لخوا هره ورځ د ولسي خلګو دمرګ ژوبلې زړه بوږنوونکې پیښې رامنځته کیږي.

د ولسي خلګو وژنه که د هرچا له خوا او تر هرنوم لاندې تر سره کیږي یو نه توجیه کیدونکی جنایت او غیر انساني عمل دی چې باید په ټینګه یې مخنیوی وشي.

په افغانستان کې دجګړې ښکیلې غاړې که د جګړې پر مهال د ولسي خلګو وژنه هر ډول توجیه کوي او دهغوئ لپاره هرډول مبررات لټوي دا توجیهات او مبررات یې هیڅ مذهبي او قانوني حیثیت نه لري.

ځکه داسلامي ارشاداتو له مخې د بي ګناه انسان وژنه تر شرک وروسته لویه ګناه او مرتکب یې د قرآن کریم دصریحو نصوصو له مخې په دائمي ډول د دوزخ مستحق ګرځول کیږي .

همدا ډول د بشري حقونو د ټولو مقرراتو او قوانینو له مخې د بي ګناه انسانانو وژنه جنایت ګڼل کیږي او ترسره کوونکي یې تر قانوني مواخذې لاندې نیول کیږي.

خو له ډیره بده مرغه چې په افغانستان کې د جګړې د ښکیلو لوریو لخوا د ولسې خلګو د مرګ ژوبلې له پیښو سره ډیره سهل انګاري کیږي او هره خوا په دې اړه د عدم مسؤلیت پذیرې تګلاره غوره کوي .

په تیرو ۱۲ کلونوکې مونږ هره ورځ په هیواد کې په مکرر ډول د ولسي خلګو دمرګ ژوبلې د خونړیو صحنوشاهدان یو ، خو بالمقابل یې هیڅ لوري یوه ورځ هم داسې موقف او تګلاره نه ده غوره کړې چې په راتلونکي کې دې د ولسي خلګو د وژنې مخنیوي پري وشي .

ملګري ملتونه هم دیوه نړیوال مسؤل جهت په حیث د ملکي وژنې په اړه له نشریدونکو راپورونو څخه تنها د ابزاري وسیلې په توګه استفاده کوي او خپل مسؤلیت یواځې په دې خبره پوره بولې چې دولسي خلګو دمرګ ژوبلې پړه پر مخالفینو (طالبانو) ورواچوي .

که په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي یان کوبیش څخه وپوښتل شي چې تاسو دیوه مسؤل جهت په حیث د بهرنیو او دولتي ځواکونو په اړه څه اقدام کړی چې تراوسه يې په مکرره توګه په سلګونو ولسي خلګ چې په هغه کې اکثریت یې ماشومان او ښخې دي وژلي دي؟

د دولت مخالفین که ستاسي قوانین نه مني هغوئ خو به خپل ځواب وايي خو تاسو د خپلو هغو پوځیانو د قانوني تخلفاتو په اړه څه اقدام کړی دی چې هغوئ دملګرو ملتونو تر حمایت او منظورۍ لاندې افغانستان ته دسولې د تینګښت په خاطر راغلي مګر دلته هره ورځ ولسي وګړي وژني ؟

په افغانستان کې د ولسي خلګو د تلفاتو مخنیوی یواځې په را پور خپرولو سره نه کیږي ، دملګرو ملتونو د سازمان په شمول باید ټول مسؤل لوري د دغې ستونزې په مخنیوي کې مسؤلانه موقف غوره کړي تر څو بي ګناه انسانان د وژونکو له شره وژغورل شي .

د نن ټکي آسیا سرمقاله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x