افغانستان

د طالبانو پر زندان په چاپه کې پولندي او امریکايي عسکرو برخه اخیستې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۹ غبرګولی، ۱۳۹۶): د پولاند هیواد دفاع وزیر نن د سه شنبې په ورځ په پلازمینه وارسا کې رسنیو ته وویل چې د افغان ځواکونو سره په ګډ عملیاتو کې یې د طالبانو له زندان څخه ۱۱ تنه بندیان را خوشي کړه.

نوموړي ویلي چې دغه عملیاتو کې امریکايي هلیکوپتر الوتکو هم برخه اخیستې وه.

باید وویل شي چې دوه ورځې وړاندي د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې خبر ورکړی وو چې د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې د پولیسو ځانګړو ځواکونو د طالبانو پر یوه زندان چاپه واچوله او ۱۱ تنه بندیان یې را خوشي کړه چې په هغو کې ۶ تنه د ملي اردو عسکر او پاته ۵ کسان ملکیان وه. او زیاته کړې وه چې په دغه چاپه کې چاته زیان نه دی رسیدلی.

نوموړي وویل چې د پولاند عسکر عموما په کندهار کې مېشت دي خو هلمند ته د عسکرو د روزنې لپاره تللې وه او پر زندان باندي د چاپې لپاره یې د افغان عسکرو سره په ګډه عملیات پلان کړه.

باید وویل شي چې په افغانستان کې د ۲۰۱۴ وروسته د ناټو هیوادونو اعلان کړی چې ددوی ځواکونه په جګړو کې برخه نه اخلي بلکې له دې وروسته یې ماموریت د افغان ځواکونو روزنه، مشوره او بشپړ ملاتړ دی، خو په دې وروستیو کې یو ځل بیا دغه ځواکونه د امریکایانو په شمول په جګړو او چاپو کې برخه اخلي.

ټاکل شوې چې تر راتلونکې یوې میاشتي پوري د امریکا په شمول د ناټو غړي هیوادونه وروستی پرېکړه وکړي چې افغانستان ته څومره اضافي عسکر رالیږي.

په همدې لړ کې تېره ورځ د اسټرالیا هیواد اعلان وکړ چې ۳۰ تنه اضافي عسکر به افغانستان ته ولیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمدالله

الله د تاسی تل کمیابه لری الله مو تل خوشحاله لره الله مو تل په دوښمن لاس بری ولره الله د تاسی عمر کی برکت واچوی دا یو ښه ګام دی دوښمن په مقابل کی

Ahmadullah

الله د تاسی کمیابه لری دا يو ښه نیک اقدام دی دوښمن په مقابل کی الله د تاسو راته ژوندی

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x