افغانستان

زابل: د اربکيانو پرضد مظاهر وشوه

پرون د زابل په شينکۍ ولسوالي کې د يادې ولسوالي سلګونو تنو اوسېدونکو په سيمه کې د اربکيانو د ظلم پر خلاف مظاهره وکړه.
د دې سيمې خلکو د نن ټکى اسيا سيمه ايز همکار ته ويلي چې اربکيان په خپل منځي مسلو کې مداخله کوي اوخلک قومي دښمنيو ته هڅوي. د دوى په خبره په اربکيانو د خبرې سړى نشته خو دوى کوشش کوي آن زموږ په قومي جرګوکې راداخل شي،چې په لوى لاس يو دعوه پر بله بوځي.

دسيمي خلکو په مظاهره کې مرګ پرامريکا او دهغوى پرګوډاګيانو نارې وهلې اودولته يې د اربکيانوله شره دخلاصون غږکاوه.
دا په داسې حال کې دى چې په دې وروستيو کې  هېواد په ګوټ ګوټ کې اربکيانو ضد مظاهرې شوې دي، چې په اړه يې دولت لکه نورکله تل ځان ناخبره اچوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x