افغانستان

د طالبانو دنظامي معسکر څخه ۸۵۰ جنګیالي فارغ شوي / ځانګړي انځورونه

نن ټکی اسیا (چارشنبه، ۱۰ غبرګولی، ۱۳۹۶): د طالبانو د استشهادي کنډکونو او نظامي معسکرونو په نامه کمیسيون د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې ۸۵۰ زده کوونکي یې تازه د نظامي زده کړو څخه فارغ کړي دي.

د طالبانو یاد کمیسیون نن ټکی اسیا ته په رالیږلې خبرپاڼه کې ویلي چې د خالد بن ولید «رضی الله عنه» په مرکزي معسکر کې په شپیته ورځنیو دوو دورو کې دغه زده کوونکو ته د «اسلامي عقیدې، حنفي فقهي، نبوي سیرت، دعوت، استخباراتو، نړیوالي نقشې او هر ډول نظامي زده کړو درسونه ورکړل سوي دي». یاد کمیسون نن ټکی اسیا ته په لسګونو انځورونه هم لېږلي چې په کښي طالبان په نظامي جامو کې د روزنې په حالت کې لیدل کیږي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې «دغه زده کوونکي د نایټ ویژن یا شپې دوربینونو پوره ماهرین دي، دوی کولی سي په هر ډول شپنیو عملیاتو کې برخه واخلي او د دښمن لوی مراکز تر بریدونو لاندي ونیسي». د یاد کمیسون یو تن مسؤول نن ټکی اسیا ته وویل چې ددوی له معسکراتو څخه فارغ جنګیالي په هر ډول عملیاتو کې «چیریکی عملیات، تهاجمي عملیات، شپني عملیات، تصفیوي عملیات» ځانګړی مهارت لري چې په وینا یې د منصوري عملیاتو لپاره به ګټور ثابت شي. د یادوني وړده چې د طالبانو شپنیو بریدونو په دې وروستیو کې افغان امنیتي ځواکونه د سختو ننګونو سره مخ کړي دي، د کندهار ولایت د شاولیکوټ ولسوالۍ د زنګیتان سیمه کې د ملي اردو پر ګارنیزیون د طالبانو په یوه برید کې ۵۹ سرتیري ووژل سول.

تر دې وړاندي په ارغنداب او میوند ولسوالیو کې هم د طالبانو د سرې او لیزر قطعې په بریدونو کې د ملي اردو سرتیرو ته درانه تلفات واوښتل چې له امله یې مرکزي حکومت اړ سو ترڅو کندهار ته د امنیتي وضعیت ارزولو لپاره هیئت ولیږي او د طالبانو د بریدونو په اړه معلومات راغونډ کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جابر نعماني

د استشهادي کنډکونو او نظامی مسعکراتو کميسون ۸۵۰ مجاهدین فارغ شوي / ځانګړي انځورونه د افغانستان د اسلامي امارت د استشهادي کنډکونو او نظامي معسکرونو د کمېسيون له اړوند (خالد بن وليد رضی الله عنه معسکر او زببر بن عوام رضي الله عنه نظامي معسکر) څخه اته سوه پنځوس تنه فارغ او لوړې نظامي زده کړې يې ترلاسه کړې، دغو مجاهدينو د شپته ورځینو دوو دورو په ترڅ کې د اسلامي عقيدې، حنفي فقهې، نبوي سيرت، دعوت، استخباراتو، د نړیوالي نقشي، درنو او سپکو وسلو، نایټ ویژن او لیزري دوربینونو، جګړیزو تکتیکونو او عسکري حرکتونو، او هر راز فوځي روزني… نور لوستل »

عزيزالله عاجز

سلام سلام سلام
هزاربار سلام دطالبانو دنظامى کنډک څخه فارغ شوى دوغو 850 اته سوه پنځوسو کسانو ته چى په حقه سره دالله ج ددين ساتونكى دى
دنبى کريم ص معسکردى زما ورته سلام سلام سلام دى
دنبى کريم ص ددغو معسکرپه ليدو دمسلمانانو ويده ضميرونه راويښيږى
اوپه ليدويي ددوښمن پر زړونو زلزلى راځي
په حقيقت کى زمونږ ددين ساتونکى زمونږ دوطن ساتونکى زمونږ دناموس ساتونكى خداي ج دغه معسکر پيدا کړئ دى

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x