شعـــــرونه

دابدال لاسونه

دصلیب په توره ټنډه دهلال لاسونه بر دي
 په مرۍ دامیه بیا د بلال لاسونه بر دي

د اتوم ټیکنالوژي یې فدایي زلمو خنثا کړه
په الحاد کوکارې ګډې ایمانپال لاسونه بر دي

ارمغان دلنډغرو ، شوم ارمان دسیکولرو
 قبلیدلی دلته نه شي زموږ پتیال لاسونه بر دي

د قیصر هیلې زندۍ شوې دیرموک دجنګ مثال دی
 دخالد بن ولید داستقلال لاسونه بر دي

دغزا داسمان لمره سهارونه دي په تمه
د ماښام ټغر ټولیږي دمشال لاسونه بر دي

د یوروپ دکوڅو مسته تا تاریخ کتلی نه وو
 په تاریخ کې هم په تاسو د ابدال لاسونه بر دي

ستا دبون بیړنۍ غونډې له تسله هیرې نه دي

نن د بون په ګډونوالو اسلامپال لاسونه بر دي

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x