
کابل کې درنې چاودنې ۹۰ تنو ته مرګ ژوبله واړوله
د کورنيو چارو وزارت يوه چارواکي رسنيو ته ويلي دي چې چاودېدونکي توکي په يوه ټانکر موټر کې ځای په ځای شوي وو.
د روغتیا وزارت دعامه اړیکو مشر اسماعیل کاووسي رسنيو ته وویل چې په دغه برید کې ۹ تنه وژل شوي او ۸۴ نور ټپيان دي.
دا بريد په هغه سيمه کې شوی دی چې د سيمه ييزو ارګانونو ادارې او المان هيواد په ګډون د ځينو بهرنيو هيوادونو ديپلوماتان په دغه لاره تګ راتګ کوي.
تر اوسه دا څرګنده نه ده چې د بريد هدف څوک و خو د کورنيو چارو وزارت وياند نجيب دانش ويلي دي چې دا موټر بريد و او د المان سفارت سره نږدې شوی دی.
سيمه د امنيتي ځواکونو له لوري کلابنده ده او د ژغورنې کارمندان د سيمې له ځای څخه ټپيان ليږدوي.
تر دا مهاله د بريد مسووليت چا په غاړه نه دی اخيستی او نه هم چارواکو د بريد په اړه څه ويلي دي.