
نعت شريف/ مسلم يار
مسلم يار
چې کله یې اواز د نبوت ولګیده
پر قصر د کسری باندي ذلت ولګیده
تر تور جهانه راغلي د سپین لمر زریني وړانګي
اورونه پر انګړ د جهالت ولګیده
ناحقه دښمنیو کیږدۍ ټولي کړي له زمکي
شکست یې د احبارو پر شوکت ولګیده
ژوند وساتل سو مرګ د ژوندي ښخو ژوندی شخ شو
داغونه پر سینه د عداوت ولګیده
یاران سول رحمتونه د یاغي کري په زړه کې
مرهم پر پرهرو د بشریت ولګیده
را وټوکید ارمان هیلي ژوندۍ امید زرغون شو
پر تور خزان طوفان د هلاکت ولګیده
شو شکل خوږ اذان د ستر بلال په خواږه غږکې
پر هر بزم یې زیری د وحدت ولګیده
سرور د کائناتو د رڼو سترو په خوا کې
چې وځلید پر لمر هم خجالت ولګیده
نفرت له زړونو والوت د ایمان مینه شوه وېښه
وروري شوه مسلمیاره محبت ولګیده